د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

مسؤلین: ارزګان کې د۴۳۰ بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه د یو شمېر هغو کورنیو سره چې په دې ورستویو کې له خپلو کورنو د جګړې له کبله بې ځایه شوې وې، د خوارکي او غیر خوارکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.

د دغه ولایت له جګړه ځپلو سره دغه مرسته چې نن سې شنبه یې د وېش لړۍ پیل شوه، دریو موسېسو د «ډبلیو. ای. پي»، «یو. این. اېچ. سي. آر» او «یونسېف» له خوا ورکول کېږي.

د یادې مرستې د وېش پرمهال په ارزګان ولایت کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امر عبدالقهار دوست رسنیو ته وویل چې دغه مرسته چې خوار کي او غیر خوارکي توکې پکې شامل دي، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د۴۳۰ هغو بې ځايه شوو کورنیو سره کړي چې په دې ورستویو کې د جګړو له کبله له خپلو سیمو بې ځايه شوي دي.

ښاغلي دوست زیات کړه:

"نن ورځ چې موږ کومه توزېع کوو، دا په ترینکوټ کې خانکي، چشمه میران، سدمرده، کوچکین، نچین او همدارنګه د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې په دې ورستویو کې له خپلو سیمو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوي او ترینکوټ ښار ته راغلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په څنډو او ولسوالیو کې لا هم د جګړې ډګر تود دی چې د مسؤلینو په خبره، هره ورځ لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځايه کېږي چې د ځاني زیانو تر څنګ، سخت مالي زیانوهم ورته اوړي.

له دې سره بیا د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې لا هم زیات شمېر کورنۍ مرستې ته اړتیا لري او مرکزي دولت باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي چې د یادې مرستې څارنه يې کوله، له دغو خیریه بنسټونو يې غوښتنه وکړه چې د خپلو دغو مرستو لړۍ تر ولسوالۍ هم ورسوي.

ښاغلي بارکزي وویل:

"په ارزګان کې هره ورځ لسګونه کورنۍ بې ځایه کېږي، دغه کورنۍ یوازې له یوې جوړې جامو سره له خپلو کورونو راوځي، نو دا به څنګ مرستې ته اړتیا ونه لري، دا چې په مرکز ترینکوټ کې دا حال دی، د ولسوالېو د بې ځایه شويو خو هېڅ مه وایه، هغه خو دولت د ځان نه بولي او نه يې هم ور سره تر اوسه مرسته کړې ده."

دغه جګړه ځپلي چې مرسته ورسره وشوه، ډېر خوشحاله دي، خو وايي چې دولت دې ورته خپلې د اوسېدو سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه ورته تصیفه کړي.

دوی ازادي راډيو ته وویل:

"امیرمحمد یم، زه دغه درې میاشتې کېږي چې له خپل کور څخه یوازې په یوه جوړه جامه کې را وتلي یم، نور مې هر څه په کور کې تر خاورو لاندې شول او کور مې بمبار شو."

"جمعه خان مې نوم دی، زه له دولته بل هېڅ نه غواړم، زموږ له سیمې دې وسله وال طالبان وشړي او امنیت دې پکې راولي، نوره مرسته نه غواړم."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې له تير یوه کال راهیسي افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان د ترینکوټ ښار په څنډو او د لسوالیو د مرکزنو په شااوخوا سیمو کې له یو بل سره په جګړه بوخت دي چې دمسؤلینو په خبره، ډېری قربانیان يې ملکیان دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG