د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

کابل چاپ ورځپاڼو پاکستان سره د وروستیو جریانونو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په ځانګړي ډول پاکستان سره یې د تړاو او وروستیو جریانونو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، د پاکستان په وړاندې د امریکا وروستی دریځ رېښتینی نه‎دی.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور امریکا په هېڅ ډول نه غواړي پاکستان له لاسه ورکړي او دده په خبره، د پاکستان له لاسه ورکول د امریکا د ماتې په مانا ده.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا به په پاکستان کې هېڅ ترهکر ونه ځپي او نه به د هغوی په وړاندې اقدام وکړي، بلکې نور به هم له هغه هېواد سره مرستې وغځوي.

خو سرمقالې لیکونکي ټینګار کړی چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید امریکا مجبوره کړي چې د پاکستان په وړاندې خپل وروستی دریځ او ستراتېژي عملي کړي.

هېواد:

د هېواد سرمقاله لیکونکی بیا لیکلي، امریکا باید خپله نوې ستراتېژي په ډېر دقت سره عملي کړي، ځکه نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.

په سرمقاله کې راغلي، د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې باید د پاکستان پر تشو ژمنو یقین ونه شي او د عملي مبارزې په هدف په هغه هېواد فشارونه زیات شي.

XS
SM
MD
LG