د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

په کابل کې د مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو سیستم پرانیستل شو


په کابل کې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو ازمایښتي سیستم پرانیستل شو چې وروسته به نورو ولایتونو ته وغځول شي.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د مالیاتو د سیستم په برېښنايي کېدو سره به له يوه اړخه د فساد مخه ونیول وشي او بل‌خوا به د مالیاتو د ورکړې په سیستم کې ډېر ساده‌والی راشي.

د دغه وزارت د عوایدو رئیس عبدالحبیب ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنايي خدمتونو د سیستم د پرانیستې پر مهال وویل چې د مالیاتو د سیستم په برېښنايي کېدو سره به په عوایدو کې زیاتوالی راشي او د مالیاتي فرار مخه به هم ونیول شي.

ښاغلي ځدراڼ دا شان وویل چې د مالیاتو په برخه کې یې د اصلاحاتو په هدف يو لړ لومړیتوبونه هم مشخص کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"اصلاحاتو ته مو ډېره توجه په درېیو څلور ساحو کې ده چې لومړی د خدماتو د کچې لوړول دي، دوهم د مالیه ورکوونکو لپاره د پروسو ساده کول دي چې ښه بېلګه‌يې د الکترونیکي خدماتو پرانیستل دي، درېیم کوښښ کوو او پلان لرو چې عامه پوهاوي ته ډېر کارو وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنه پورې شرکتونه د مالیې له ورکړې څخه په تېښته کې دي چې زیاتره‌يې متوسط مالیه ورکوونکي شرکتونه دي.

د دوی په خبره کې په دې ډله کې يو شمېر داسې شرکتونه هم شته چې د مالیې وزارت له کارکوونکو سره‌يې د ماليې د ورکړې په برخه کې ناوړه چلند هم کړی دی.

  • خو دا چې د دغو شرکتونو په وړاندې به د ماليې وزارت اقدامات څه وي؟

په دې اړه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال نجیب‌الله وردګ داسې وايي:

"موږ اوس عملاً په دې باندې کار کوو چې دا فلتر کړو، که بیا هم دوی د ماليې ورکړې ته حاضر نه‌شول موږ به د دغو شرکتونو نومونه له رسنیو سره شریک کړو او په خپل وېب‌پاڼه کې به‌يې هم خپور کړو."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین د ماليې وزارت له دغه اقدامه د هرکلي تر څنګ له حکومته غواړي چې افغان سوداګرو ته ورته ډېرې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د ياد برېښنايي سیستم د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د بیلانس سازۍ د مسلکي شعبې د نه‌موجودیت له امله لا هم سوداګر د کمېشن‌کارانو ښکار کېږي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیلانس سازۍ يو قانوني او مسلکي شعبه جوړه نه‌کړه چې سوداګر مجبور مکلف شي او هغه تخنیکي سړي سره کېني او هغه تخنیکي کس د يوه وکیل مدافع په توګه له سوداګر څخه دفاع وکړي نو لوی مشکل دا دی چې همغږي نه‌شته."

د افغانستان د ماليې وزارت په داسې حال کې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره په کابل کې په ازمایښتي ډول د خدماتو برېښنايي سیستم پرانيزې چې له دې وړاندې د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې ویلي و چې د مالیاتو په برخه کې د يوه ځانکړي سیستم د نه‌موجودیت له امله د دولت د عایداتو ډېره برخه شخصي جېبونو ته ځي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG