د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د امریکا یوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه کتلي


د امریکا پوځي پلاوی د پاکستان له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جوزف ووټيل په مشرۍ یوه پوځي پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر او نورو پوځياو استخباراتي چارواکو سره کتلي او په یو لړ دوه اړخیزو اړیکو سربېره یې ورسره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د جمعې په ورځد پاکستان د پوځ په مرکز کې په داسې وخت کې شوې چې پر همدې ورځد امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د نهايي کولو لپاره، د امریکا په کمپ ډیویډ کې د خپلو سیاسي او پوځي چارواکو مهمه غونډه رابللې وه.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې له امریکايي پوخي چارواکو سره د پوځ د مشر د لیدنې په اړه په یوه خپور کړی بیان کې ویلي:

"جنرال قمر جاوید باجوه امریکايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دوی پر خپله خاوره د هر ډول توپیر او امتیاز پرته د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات کړي او همداشان یې د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان او امریکا همکاري مهمه بللې ده."

بیان کاږي چې د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان او افغانستانپه سرحدي سیمو کې د امنیت د ښه والي په لړ کې له افغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره د نېږدې همکارۍ ژمنهکړې ده.

که څه هم امریکايي او افغان چارواکي په دې باور دي چې پاکستان پر خپله خاوره د حقاني شبکې د وسله والو په ګډون، د هغو وسله والو پر ضد اقدامات نه کوي چې په افغانستان کې ترهګري کوي او د پاکستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کاروي، خو د پوځ مشر امریکايي پلاوي ته ویلي چې پاکستان پر خپله خاوره د هر رنګاو نسل د ترهګرو پر ضد یو ډول ګامونه پورته کړي دي.

قمر جاوید باجوه
قمر جاوید باجوه

ښاغلي باجوه همداشان په افغانستان کې سوله د خپل هېواد لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي:

"د افغانستان په سوله او امن کې، تر پاکستان زیاته دلچسپي بل هېواد نه لري."

دغه امریکايي پوځي پلاوي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې پر یو بل د تورونو د لګولو له امله ترینګلې شوي او همداشان واشنګټن او کابل له اسلام اباده غواړي چې د ترهګرو پر ضد دې کوټلي اقدامات وکړي.

په عین حال کې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوا سره په کتنه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو پر ضد، عملي اقدامات وکړي.

نوموړي همداشان له پاکستانۍ ډیپلوماټې وغوښتل چې د افغانستان امنیتې اندېښنې د پاکستان مشرتابه ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت تېره میاشت پاکستان ته ورکوونکې نظامي مرستې وځنډولې او دا یې په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد پر کوټلو اقداماتو پورې مشروط کړه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG