د چین-پاکستان د ملګرتیا لویه لار چې له لیرې لوېدیځ کاشغر سیمې پيلېږي د چین لپاره په میلیاردو ډالره ګټه رسولې ده.
د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې دا څېړلي چې دا لار د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان لپاره څومره ګټوره تمامېږي.
له لیرې لوېدیځ چین نه پیلېدونکې د چین-پاکستان د ملګرتیا لویه لار څه باندې ۱۳۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري او د نړۍ له لوړو غرونو او درو تېرېږي.
دا لار د چین لپاره له پاکستان سره د همکارۍ د غوړېدو او پراختیا نښه بلل کېږي ځکه د لارې په اوږدو کې په لسګونه میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.
د ډېرو پاکستانیو سوداګرو لپاره بیا دا لاره یو طرفه بلل کېږي.
د فرانسې خبري اژانس په تاشقرغان کې چې د شین جین سرحدي سیمې ته ۱۲۰ کېلو متره لیرې پرته ده له یوه پاکستاني سوداګر مراد شاه سره خبرې کړي دی.
مراد شاه ویلي:
"چین وايي، زموږ ملګرتیا د همالیا د غرونو د جګوالي او د سیندونو د ژورتیا په څېر ده، خو کومه عاطفه پهکې موجوده نهده."
د مراد شاه په خبره دا ملګرتیا د پاکستان لپاره ګټه نهلري ټول مسایل د چین د پراختیا په چټکۍ متمرکز دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د یو کمربند یوه لار لویه پروژه د چین لهخوا د ورېښمو د لارې د رغونې هڅه ده چې دغه هېواد له نړیوالو بازارونو سره وصلوي.
په ۲۰۱۳ کال کې چین د ۴۶ میلیارده ډالرو په قیمت له پاکستان سره ځیني قراردادونه لاسلیک کړل چې له مخې یې چین د دې لویې لارې په اوږدو کې د انرژۍ او نورو اقتصادي سکټورونو لپاره بنسټیزې ودانۍ جوړوي.
په داسې حال کې چې د چین او پاکستان حکومتونو دا پروژه د دواړو هېوادونو په ګټه بللې ده، خو شمېرې بل څه وايي.
د ۲۰۱۶ کال په نیمايي کې پاکستان ته د چین صادرات ۲۹ فیصده زیات شوي و، خو د پاکستان صادرات بیا اته فیصده کم شوي و.
د روان میلادي کال په مې میاشت کې پاکستان د چین په هېواد تور پورې کړ چې د پاکستان په بازارونو کې یې د فولادو بیې کمې کړې دي.
پاکستان په بدل کې ګواښ هم وکړ چې ګمرکي تعرفې به لوړې کړي.
د واشنګتن د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز کارپوه جانټن هلمن وايي:
"د پاکستان د صادراتو په اړه هر څه خیالات دي. که تاسو له چین سره وصل هم شئ څه به هغه هېواد ته واستوئ؟"
د جرمني د مونشن د لودویک مکسیمیلیان پوهنتون کې د چین د بنسټیزو پروګرامونو متخصص الکساندرو رایپا وايي، دا پروژه د چین د جیوپولټیکو هدفونو له ډلې ده چې غواړي له خپلو اضافه تولیدو دولتي شرکتونو سره مرسته وکړي.
راپور: صفیالله ستانکزی