د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

سیګار: د افغان ملي اردو د ستر او اخفا د یونیفورم په اړه جنايي څېړنه کېږي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې یا سیګار د سې شنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان د ملي اردو د ستر او اخفا د یونیفورم د خریدارۍ په اړه جنايي څېړنه کېږي.

د دې ادارې په وینا، د افغانستان ملي اردو ته د ستر او اخفا، د داسې یونیفورم فرمایش ورکړل شوی و چې له ځنګلي سیمو سره زیات مطابقت لري.

د امریکا پر پوځ تور لګېدلی چې میلیونونه ډالر یې پر دې یونیفورم چې زرغون رنګ لري، ضایع کړي ځکه د افغانستان تقریباً دوه فیصده خاوره ځنګلونو پوښلې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو د کانګرس د استازو مجلس، د وسله‎والو خدماتو کمېټې ته ویلي:

"دا ستونزه ډېره جدي ده او موږ د دې خریدارۍ په اړه جنايي څېړنه کوو."

جان سوپکو
جان سوپکو

د امریکا د فاکس نیوز په راپور کې د دې جنايي څېړنو جزئیات نه‎دي څرګند شوي.

سوپکو همداراز ویلي، د هغو تجهیزاتو د قراردادونو په اړه باید تحقیقات وشي چې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیت د انتقال ګډې قوماندانۍ کړې دي.

د امنیتي مسؤلیت د انتقال ګډه قومانداني د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، ملاتړ او هغوی ته د مشورې ورکولو پروګرام چلوي.

جان سوپکو ویلي، دې قوماندانۍ د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ وخت کې، تر یو میلیون زیات یونیفورمونه، پرته له دې چې مؤثریت ته‌یې وکتل شي، اخیستي دي.

پر دې خریدارۍ ۹۳ میلیونه ډالره لګېدلي خو ممکنه وه چې لږ تر لږه ۲۸ ملیونه ډالره‌یې وسپمول شي.

راپورونه وايي، کله چې عبدالرحیم وردګ د ملي دفاع وزیر و، د افغانستان د پوځ د ستر او اخفا یونیفورم ته زرغون رنګ غوره بلل شوی و.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پخوانۍ مسئله ده او په راتلونکو پرېکړو کې له دقته کار اخیستل کېږي.

محمد رادمنش وايي:

"د افغانستان ملي دفاع وزارت اداره تر پخوا لا دقت کوي او متعهده ده چې د اداري فساد مخنیوی وشي او مخکېنۍ پېښې وڅېړل شي."

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو همداراز پر امریکايي قوماندانانو نیوکه وکړه چې قیمتي یونیفورمونه‌یې اخیستي دي.

مثلاً د هغه په وینا، د داسې یونیفورم پر ځای چې تڼۍ لري، ځنځیر لرونکې دریشي‌ګانې او ۸۸ زره اضافي پتلونونه‌یې اخیستي دي.

جان سوپکو د کانګرس د استازو مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي، دا څرګندونې چې کله په حکومت کې اصول نه‌مراعتېږي، څه عواقب درلودلای شي.

په هغه یادداشت کې چې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته رسېدلی، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سیګار د راپور یادونه کړې او پر دفاع وزارت‌یې انتقاد کړی چې د افغانستان د ملي اردو پر یونیفورم‌یې له احتیاطه پرته لګښت کړی دی.

XS
SM
MD
LG