د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د ږوب په دولتي روغتون کې د ښځينه ناروغيو يوه ډاکتره هم نه‌شته


ږوب د بلوچستان دوهم لوى ښار دى چې د شېراني، کلا سيف‌الله او د افغانستان له پکتيکا ولايته هم ناروغان ورته راځي، خو د دې ښار په دولتي روغتون کې د ښځينه ناروغيو يوه ډاکتره هم نه‌شته چې له کبله‌يې خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

ځايي خلک وايي د ډاکترې د نشتوالي له امله‌يې کله په اولاد ناروغه مېرمنې کوټې ته پر لاره ساه ورکړي.

د ږوب يو اوسېدونکى جار ساپى وايي:

"د ږوب په روغتون کې چې کومې ډاکترې دي، هغوى تنخوا دلته اخلي، خو کار په کوټه کې په شخصي روغتونونو کې کوي، ځکه نو دلته د ږوب غريب خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، حتى ما دلته ډېر داسې خلک ليدلي دي، چې وايي موږ ښځه تر روغتونه رسوله رامړه شوه."

د کوټې ږوب
د کوټې ږوب

له شېراني ضلعې او د ږوب له شااوخوا کليو چې خلک ږوب ښار ته ناروغان راوړي، د سړکونو د خرابۍ له امله څو ساعته په ځنډ رارسېږي.

د ږوب د «ګوال اسماعليزي» کلي اوسېدونکى حاجي بازګل وايي، له کلي يې ښار ته درې ساعته فاصله ده، خو چې ناروغ راوړي د ډاکترې د نشتوالي له امله ناروغ کوټې ته يوسي.

دی زیاتوي:

"ما اوس نږور زنانه روغتون ته راوسته، سهار مې راوسته تر مازيګره پرته وه، ماښام‌يې راته وويل چې دا علاج موږ نه‌شو کولاى، ما ويل اوس د ماښام پر اذان‌يې زه پر کومه خوا يوسم؟ ويل يويې سه «سي. اېم. اېچ» [نظامي روغتون] ته، ښځه پر مرګ وه مړه کېده، بيا مجبور شوم «سي. اېم. اېچ» ته مې يووړه، هغوى ويل دا علاج موږ نه‌شو کولاى، کوټې ته به‌يې وړې، مسکين سړى يم په اووه زره مې موټر ونيو کوټې ته مې يووړه."

سره له دې چې پښتانه د خپل قبايلي دود له مخې نه‌غواړي چې د ښځينه ناروغانو درملنه دې يې نارينه ډاکتر وکړي، خو د ږوب په دولتي روغتون کې د ښځينه ناروغيو د ډاکترې نشتوالي دوى هم اړ کړي چې په اولاد ناروغه مېرمنې نارينه ډاکتر ته ورولي.

ډاکتر شيخ نصيب‌الله خان يوازينى ډاکتر دى چې وايي له ډېرو کلونو د ماشومانو د زېږېدو عمليات کوي.

نصیب‌الله خان دغه‌راز وویل:

"له بده مرغه له ډېره وخته دلته د ښځينه ناروغيو ډاکتره نه‌شته، د ماشومانو د زېږېدو عمليات زه کوم، همدارنګه که د بچه دانۍ ايستلو عمليات وي هغه هم زه کوم، قريباً له ۱۵ کلونو د ږوب په روغتون کې دا کار زه کوم، ږوب ته بېخي زيات ناروغان راځي، کله کله ناوخته راشي، زموږ تر وس تېر شي، کله-کله بجلي نه‌وي يا ناروغي شديده شوې وي، بيا مشوره ورکړو چې کوټې ته‌يې يوسي."

د ږوب ښار د سرکاري روغتون رئيس ډاکتر اختر وايي، په ښځينه روغتون کې يې د ښځينه ډاکترانو ټول نهه پوسټونه دي، خو په هغوى کې اووه تش دي، يوازې دوه ډاکترې په دنده ګومارل شوې دي چې په هغوى کې هم يوه په کتنځي کې ناروغان ګوري، هغه بله له اوږدې مودې روغتون ته نه‌ورځي.

ږوب
ږوب

وايي د روغتيا وزارت ته‌يې شکايت کړى او هڅه کوي چې روغتون ته د ښځينه ناروغيو متخصصه ډاکتره راولي، خو دا نه‌شي ويلى چې کله به‌يې راولي.

ښاغلي اختر زیاته کړه:

"زموږ په ږوب کې له بدبختۍ څخه زنانه ډاکتره نه‌شته، الله دي ماته توفيق راکړي، زه به په شخصي حيثيت په دې کې کاميابه شم چې په نېږدې وختونو کې نېږدې وختونه ۱۰-۱۵ شپې مراد دى مياشتې په لګېږي. زه د ږوب روغتون ته د ښځينه ناروغيو ډاکتره او انيستېټسه ډاکتره [د نشې متخصصه] راولم ان‌شاءالله، خو ژمنه نه‌کوم."

د بلوچستان اوسنى حکومت ادعا کوي چې تر تېرو حکومتونو يې د تعليم او روغتيا په برخه کې زيات کار کړى دى، خو د ږوب او د ايالت د اکثرو پښتني سيمو خلک اوس هم خپل ناروغان د کوټې روغتونونو ته راوړي او په خپله سيمو کې په سرکاري روغتونونو کې روغتيايي اسانتياوې نه‌لري.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG