د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

د کابل په پل سوخته کې د معتادینو د وضعیت دردوونکې کیسې


پل سوخته سيمه چې د سلګونو معتادینو د اوسېدو ځای دی، په ظاهره ارام ښکاري، خو یو شمېر معتادین د خپلو ملګرو د وژلو دردونکې کیسې لري چې د دوی په وینا په وسلو سمبال د مخدره موادو د خرڅوونکو لخوا ترسره شوي دي.

د معتادینو د وژلو او هغوی ته د لاسي بم اچولو په اړه د خپرو شویو خبرونو څخه وروسته چې یو شمېر معتادین یې مړه او ټپيان کړل.

د ازادي راډیو خبریال وايي، پل سوخته ته ولاړم، خو کله چې مې وغوښتل پله ته لاندې ورشم، یو شمېر معتادینو په قهرجنو سترګو راته کتل.

هغوی نه غوښتل چې د دې ډول پېښو په اړه خبرې وکړي، دوی له دې څخه وېرېدل چې په دې اړه خبرې کول د دوی د مړینې لامل ګرځي.

باالاخره ۲۱ کلن فرید چې له پنځو کلونو را هیسې له خپل وړوکي ورور سره په نشه روږدی شوی، دې ته تیار شو چې په دې اړه راسره خبرې وکړي.

هغه وايي، څو ځله مې تر پله لاندې د معتادینو وژل په خپلو سترګو ليدلی چې د مخدره موادو خرڅوونکو په مرميو ويشتلي دی:

"جوړ خلک راځي او معتادین په مرمۍ او یا چاقوګانو باندې وهي. هغه ورځ یې هم اته کسه معتادین په چاقوګانو ووهل، هېڅوک یې هم په کیسه کې نه شول. دا کسان مخدره مواد خرڅوي، عمده فروشان دي، دوی راځي او معتادینو ته نشه‎يي مواد ورکوي، څوک چې پیسې نه لري هغه وژني."

څه موده مخکې د پل سوخته سیمې شاوخوا اوسېدونکو ازادي راډیو ته وويل چې وسله‎وال کسان چې په ښکاره مخدره مواد خرڅوي، تر پله لاندې ازاد تګ راتګ کوي او کله ناکله په شاوخوا سيمه کې غلاوې او قتلونه هم کوي.

تېره اوونۍ تر پل سوخته لاندې چاودنه وشوه چې څلور کسان یې ووژل او ۲۰ نور یې ټپيان کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ او یو شمېر معتادینو په وینا دا چاودنه د لاسي بم له امله وه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیرمجاهد که څه هم تر پل سوخته لاندې د مشکوکو وسله‎والو کسانو موجودیت نه مني، خو زياتوي چې د یو شمېر معتادینو د وسله‎وال کېدو په برخه کې يې معلومات تر لاسه کړي او د هغوی د نیولو په لټه کې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیرمجاهد
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیرمجاهد

مجاهد وايي:

"موږ معلومات تر لاسه کړل چې ښايي تر پله لاندې یو شمېر وسله موجوده وي. موږ په دې برخه کې اقدام کړی او هغه یو نفر مو هم نیولی چې مخکې یې یو تن ټپي کړی و، خو دا چې څوک دي لاسي بمونه ولري او وسله‎وال کسان دي، دې ځای ته تګ راتګ ولري په دې برخه کې اطلاعات نشته."

خو یوازې وژني نه‎دي چې د پل سوخته معتادین یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي، بلکې د بېلابېلو ناروغیو موجودیت، د مخدره موادو نه رسېدل او لوږه هغه عوامل دي چې د دې ځای د اوسېدونکو او معتادینو په وینا د ورځې له یوه څخه تر درېیو کسانو پورې معتادين وژني.

۵۴ کلن فاروق چې له ۱۵ کلونو راهیسې معتاد دی وايي:

"د شپې تر درېیو کسانو پورې د خمار په حالت کې د لوږې او ځای د نشتوالي له امله مري، همدا دوه علتونه دي چې خواران مړه کېږي."

دا چې د مړه شويو او بې وارثه معتادینو د جسدونو راټولول د کابل ښاروالۍ مسئوليت دی، هڅه مو وکړه په دې اړه د کابل ښاروالۍ نظر واخلو، خو په دې هڅه کې بريالي نه‎شوو.

له بله پلوه د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې وزارت سیار يا ګرځنده ټیمونه هره ورځ معتادینو ته روغتیايي اسانتياوي برابروي، ترڅو د ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونيول شي.

شاهپور یوسف د عامې روغتیا وزارت د کاهش تقاضا د ملي پروګرام رئیس وايي:

"موږ ساحوي ټیمونه لرو چې هر ورځ بې سرپناه معتادینو ته ورځي، د مخدره موادو د اضرارو په برخه کې پوهاوی ورکوي او هغوی هڅوي چې مخدره مواد پرېږدي، د مخدره موادو استعمال را کم او درملنې ته چمتو شي."

دا د زرګونو معتادو ځوانانو د ژوند بېلګه ده چې په کابل کې په دې ورځو کې پر سړکونو، د سړکونو پر څنډو، پارکونو او هوټلونو په شاوخوا کې د مرګ انتظار کوي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، لکه څنګه چې لازمه ده د معتادينو ستونزو ته هغسې پاملرنه نه‎ده شوې.

د دوی په باور په هرځای کې د معتادینو لیدل یوه معمولي خبره ګرځېدلې، له همدې امله د ورځې په زرګونو کسان د پل سوخته څنګ ته تېرېږي، خو تر پله لاندې په نشو روږدو کسانو ژوند ته پام نه‎کوي، ځکه چې د ډېری خلکو په باور دوی اوس تر پله لاندې په چټليو بدل شوي دي.

راپور: عباد الله حنانزی

XS
SM
MD
LG