د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د روباټیک په نړیوالو سیالیو کې افغان نجونو د سپینو زرو مډال وګاټه


د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ د روباټیک نړیوالو سیالیو کې برخه واخیسته او ګډونوالو ته‌یې ښه راغلاست ووایه.

ایوانکا په خاصه توګه هغو نجونو باندې زیات پام وکړ چې له لیرې لارې، له زیاتو ستونزو سره سره امریکا ته تللې وې.

د افغانستان د روباټیک شپږ کسیز ټیم پرون له سیالۍ مخکې د امریکا له روباټیک ټيم سره وکتل او په همدې لړ کې ایوانکا ټرمپ له افغان نجونو سره هم ولیدل.

د ډونالد ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ وویل:

"تاسو اکثرو ته چې لیرې لار مو وهلې او دلته راغلي یاست، ښه راغلاست وایم."

ایوانکا افغان نجونو ته په مسکا وویل، ویاړي چې هغوی دلته له ځانه سره لري.

د روباټیک په نړیوال چلنج کې افغان نجونو وکولای شول د یوې برخې د سپینو زرو یا نقرې مډال وګټي.

هغوی د روباټیک سیالیو لپاره سخت مزل وواهه.

په لومړي سر کې چا د امریکا ویزه هم نه‌ورکوله، خو وروسته د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه دوی وکولای شول د امریکا ویزه ترلاسه کړي او د سیالۍ له پیل یوازې یوه ورځ مخکې امریکا ته ورسېږي.

دوی داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي توپونه د هغوی د نارنجي او شین رنګ او سایز په لرلو سره تشخیص کړي.

د روباټیک نړیوالې سیالۍ د امریکا په کوربه‎توب د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو په ګډون ترسره شوې چې په افغانستان سربېره د ځینو نورو هېوادونو لکه یمن او جګړه ځپلې سوریې استازي هم ورغوښتل شوي و.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG