قطري چارواکو پرون شنبه وویل چې د یو شمېر عربي هېوادونو د ضرب الاجل د ردولو له امله، له هېڅ پوځي اقدامه وېره نهلري.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر تېره میاشت له قطر سره خپل سیاسي روابط پرې کړل او پر قطر یې تور پورې کړ چې د ایران او تروریستي ډلو ملاتړ کوي.
دې هېوادونو قطر ته د خپلو غوښتنویو لېست وړاندې کړ او د جولای درېیمه، دوشنبه یې د خپلو دې غوښتنو د عملي کولو ضرب الاجل ورته وټاکل.
رپوټونه وايي چې دې هېوادونو له قطره غوښتنه کړې چې الجزیره ټلویزیون او ورسره تړلې ادارې وتړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د لوي کمېشنر ویاند روپرت کولویل په جنیوا کې د خبرو پر مهال وویل:
"دا د اندېښنې وړ لانجه یوه بل حد ته لوړه شوې ځکه د غوښتنو په هغه لېست کې چې د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر له لوري قطر ته ورکړل شوی د اساسي حقوق او ازادي تر پښو لاندې کوي. د دې غوښتنو د عملي کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړل شوی چې زموږ په باور ډېر لنډ دی. له دې سره یوځای، موږ د سیمې پر عادي خلکو د دې لانجې د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. عالي کمېشنر له دې امله سخت تشویش لري چې له قطره د الجزیرې شبکې د تړلو غوښتنه شوې ده."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر وویل، د الجزيرې شبکې د تړلو غوښتنه د بیان او نظر پر ازادۍ حمله ګڼي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم پرون وویل چې د یو شمېر عربي هېوادونو ضرب الاجل د خپل هېواد د خاورې پر بشپړتیا تیری ګڼي.
خو څرګنده یې کړه چې له خپلو ګاونډیانو سره خبرو او مذاکرو ته تیار دي.
قطر ردوي چې تروریستي ډلې تمویلوي او په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتولو هڅې کوي.