د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

په لندن کې د افغان کډوالو ښځو ستونزې


په واشنګټن کې د منځني ختیځ د مطالعاتو انسټیټیوټ، په خپلې انټرنیټي پاڼې کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی"د ډیورنډ کرښه د بریتانیا میراث او د افغانستان او پاکستان د اړیکو ویجاړونکې."

د دې لیکنې په وینا، د پاکستان د جوړېدو راهېسې، د ډیورنډ مسئلې د افغانستان او پاکستان اړیکې پیچلې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي ترینګلتیا د دې دوو ګاونډیو اړیکې زیانمنې کړي خو د افغانستان د اوسني حکومت په شمول هېڅ حکومت دا کرښه په رسمیت نه‎ده پيژندلې.

د مقالې د لیکوال په وینا دا کرښه چې افغانستان یې غیرې قانوني او اجباري بولي د پاکستان لپاره ډېره مهمه مسئله ده.

د پاکستان د حکومت له‎خوا د دې کرښې په اوږدو کې د دیوال جوړولو وروستۍ هڅې د افغانستان له سخت مخالفت سره مخ شوي دي.

د اوپین ډیموکراسي په نوم انګلیسي خپرونې هم د افغانستان په اړه لیکنه کړې او په کې یې په لندن کې د افغان کډوالو ښځو ستونزو ته اشاره کړې.

د خپرونې په وینا په لندن کې ډېرې افغان ښځې له نژاد پالنې، سکسیزم او په جبري توګه له حامله کېدو سره مخ دي.

د خپرونې په وینا داسې ښکاري چې حکومت د هغه څه په اړه چې ريښتیا ورسره دا ښځې مخ دي د یو تصویر په وړاندې کولو کې پاتې راغلی، خو لیکنه د جنوبي اسیا د روغتیايي ادارې د څېړنو پر بنسټ وايي، په لندن کې د لومړي نسل افغان مهاجر د جنسي مسئلو په اړه ډېر معلومات نه‎لري.

دې روغتیايي ادارې د لندن په څلورو بېلابېلو سیمو کې له ۴۰ افغان ښځینه او نارینه سړیو سره مرکې کړي او موندلې یې ده چې په دوی کې توکم پالنه له سکسیزم سره یوځای څنګه د اجباري باردارۍ سبب شوي او په لندن کې د ګڼ شمېر افغان ښځو حقونه څنګه د هغوی د کورنیو د نارینه غړیو له‎خوا تر پښو لاندې شوي دي.

خپرونه وايي، سره له دې چې په لندن کې ډېرې افغان ښځې لوړې زده کړې لري خو اړ شوي چې کور کې پاتې شي او ماشومان وزیږوي.

دا لیکنه د رابعې په نوم د یوې افغان میرمنې کیسه کوي چې د څلورو ماشومانو مور او د طب ډاکتره ده.

نوموړې اولس کاله مخې لندن ته راغله او اوس دغلته د کور د یو داسې ښځې په توګه ژوند کوي چې خپله خوښه یې د کور د سړیو له خوښې سره تړلي وي.

XS
SM
MD
LG