کابل چاپ نننۍ هغه ورځپاڼې چې تر موږ رارسېدلې کابل ته د امریکا د لوی درستیز د راتګ، د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ افغانستان ته راغلی او هدف یې د امریکا د هغه کړنلارې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې ښودل شوی چې ټاکلی شوی په راتلونکو څو اوونیو یې د افغانستان او سیمې لپاره اعلان شي.
د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ترهګرۍ پرضد د امریکا په مشرۍ پياوړې مبارزه زور اخلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ او همدارنګه په زرګونه امریکايي سرتېري افغانستان ته استول ښودل شوي دي.
د سرمقالې د لیکوال په باور چې افغان حکومت د دغو ټولو اقداماتو هرکلی کوي.
په سرمقاله یادونه شوې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ناوړه پلان مخنیوی وکړي.
هېواد ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر او د هند صدراعظم له پاکستانه وغوښتل چې دا یقیني کړي چې له خاورې یې پر نورو هېوادونو د ترورېستي حملو لپاره کارنه اخیستل کېږي.
انیس:
بلې دولتي ورځپانې انیس په خپلې سرمقالې کې لیکلي په انتخاباتو کې اصلاحات ځکه اړین دي چې همدا اصلاحات د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین وي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په دې وروستیو کې په افغانستان کې وسله والې حملې او چاودنې زیاتې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.
د انیس د سرمقالې لیکوال ټینګار دغه بهیر چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې د سرطان ۱۶ مه نېټه اعلان کړې باید په ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.
د لیکوال په بارو په دې سره د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون د خلکو باور بیا پيدا شي او هم به د ملي شورا غړي چې د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي خپل مسؤلیتونه ښه درک کړي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې دې د ښځو په ګډون ټينګار کړی.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان