د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۰

مسیر: د ټول کمال ولسمشر حکومتوالي کوم لور ته روانه ده؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ په ولسمشر او د ولسمشر هم لیکلي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په ټولو هېوادونو کې ولسمشر ان مکلف دی چې د پارلمان په رأیو اعتماد وکړي او په داسې حال کې چې د قانون له مخې عمل شوی وي، پرې د تائید مهر ولګوي.

خو د سر مقاله لیکونکي په باور، په افغانستان کې هم چې باید د قانون له مخې همدا شان وي لیدل کېږي چې په وروستیو دوو کلونو کې د دغه هېواد ولسمشر د ملي شورا د غړو قانوني غوښتونو او مصوبو ته پاملرنه نه کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې همدا اوس یو شمېر وزارتونه د هغو وزیزانو له خوا اداره کېږي چې د ولسي جرګې له خوا ترې د باور رایې اخیستل شوي او د قانون له مخې باید ولسمشر د دوی پر ځای نوې کسان معرفي کړي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د پوښتنې په توګه مطرح کړې چې، د ټول کمال ولسمشر حکومتوالي کوم لور ته روانه ده؟

په سرمقاله کې راغلي چې همدا اوس ولسمشر د څو کمېټو مشري خپله کوي، اعلی سر قومندان دی، د اقتصاد د عالي شورا مشر دی او د سرمقاله لیکونکي په خبره چې په حکومت کې هره شورا او کمېټه جوړېږي، مشري یې خپله کوي.

په سرمقاله کې راغلي وزارتونه یا سرپرستان اداره کوي او یا هم ولسمشر او سلاکاران یې د وزیرانو او ان عادي مامورینو په چارو کې مداخله کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور یادو مسایلو ته په پام سره، ادارې فلجېږي، مامورین د کاري خوندیتوب احساس نه کوي، د پراختیايي پروژو کارونه تر ډېره ولاړ دي او حکومتوالي ورځ تر بلې ناکاره کېږي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې له ولسمشره لیکلي دي.

هېواد لیکلي ولسمشر د ولسي جرګې د اداري پلاوي له غړو سره په کتنه کې دوی ته ویلي چې د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره یې چې په ارګ کې لیدلي، دوی پر سړکونو د خیمو له موجودیت او د لارو له بندېدو څخه شکایت درلود او تاجرانو او کسبګرو هم له دې امله زیات زیانونه لیدلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، ولسمشر ویلي چې د قانون په چوکاټ کې مظاهرې د هېوادوالو حق دی خو د لارو بندول او خلکو ته مزاحمت کول د منلو وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG