د مې پر څلرويشتمه د کوټې له «جناح ټاون» سيمې د دوو چينايي ښوونکو- يوې ښځې او سړي- د تښتونې مسؤليت تر پرونه لا چا نه وو منلى او نه يې پاکستاني چارواکو د تښتونې پړه پر چا ور اچولې وه، خو بېګا داعش وسلهوالې ډلې د اعماق خبري اژانس له لارې د دغو دواړو چينايانو د وژنې مسؤليت پر غاړه واخېست او نن يې يوه لنډه ويډيو خپره کړه چې پهکې تښتول شوي چينايي اتباع په وينو سره ښکارېږي.
پاکستاني امنيتي ځواکونو يوه اوونۍ وړاندې د استخباراتي مالوماتو په اساس د مستونګ سيمې په غرونو کې په هغو وسلهوالو پسې عمليات پيل کړل چې ګومان کېده دغه له کوټې تښتول شوي چينايان د دوى په ولکه کې دي، خو چارواکو د عملياتو په نتيجه کې د وسلوالو د وژلو خبر ورکړ، مګر د چينايي اتباعو د را خوشې کولو په اړه پټه خوله پاتې وو.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يونګ ويلي چې د خپلو دوو تنو د وژنې خبر يې تر لاسه کړى، خو په دې اړه له پاکستاني مقاماتو بشپړ مالومات غوښتي دي.
چون يونګ د چيني دولتي خبري اژانس شينهوا ته ويلي، دوى د خپلو اتباعو د وژنې په اړه ډېر اندېښمن دي، ځکه چې وايي له څو ورځو راهيسې يې د هغوى د را خوشې کولو لپاره هڅې کولې.
پاکستاني چارواکو په رسمي توګه د دوى د مړينې خبر نه دى تائيد کړى او نه يې هم تراوسه د دوى مړي ترلاسه کړي دي، خو د چين د بهرنيو چارو وزارت ته يې ويلي، ګومان کېږي چې تښتول شوي اتباع يې وژل شوي دي.
داعش ډلې د دغو چينايي وګړو د وژنې خبر تېره شپه وروسته له هغه خپور کړ چې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې پر خپله ويبپاڼه د مستونګ په اړه د وروستيو درې ورځنيو عملياتو تفصيل خپور کړ.
اى ايس پي آر پهخپله اعلاميه کې ادعا کړې وه چې د مستونګ د «سپلنجي» سيمې په «کوهِ ماران» غره کې يې په وروستيو عملياتو کې د دوو ځانوژونکيو په شمول ۱۲ وسلوال وژلي چې وايي له «لښکرِجنګوي-العالمي» ډلې سره يې تړاو درلود او په سيمه کې يې د «داعش» ډلې لپاره د فعاليت زمينه برابروله.
څېړونکي وايي، کېداى شي چې داعش وسلهوالو دغه چينايان په مستونګ سيمه کې د هغو عملياتو په عکس العمل کې وژلي وي چې پاکستاني پوځ پهکې د ۱۲ تنو د وژلو ادعا کړې ده.
اټکل شوې ده چې په بلوچستان کې د ٤٦ ميليارده ډالرو په لګښت د چين پاکستان اقتصادي لارې د سترې پروژې لپاره د دې ايالت ګوادر او مرکز کوټې ته زيات شمېر چينايان راشي چې په بېلابېلو برخو کې به کار کوي، خو د دغو دوو چينايي کسانو تښتونې او وژنې وار له مخه ډار خپور کړ او د هغوى د امنيت په اړه يې اندېښنې را پورته کړې.
د يادونې وړ ده چې په کوټه کې د لسو په شاوخوا کې چينايي مېرمنو او سړيو په يوه شخصي اکاډمۍ کې د چينايي ژبې درس ورکاوه او پهخپله يې اردو ژبه زده کوله چې له هغوى څخه درې تنه دوه مېرمنې او يو سړى دوه اوونۍ وړاندې د سودا اخيستلو لپاره دباندې را وتلي وو او په يوه موټر کې سپاره وسلهوال ورته ودرېدل، يوه ښځه او يو سړى يې وتښتول، خو يوه ښځه د يوه لاروي عبدالظاهر په مداخله ځینې خلاصه شوه.
رپوټ: بارکوال مياخېل