د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

ارګ: د شانګهای سازمان غړي هېوادونه به د ترورېزم ګواښ لا ښه درک کړي


د افغانستان جمهوري ریاست د شانګهای سازمان سرمشریزه مهمه بولي وايي، افغانستان تمه لري چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ترورېزم ګواښ لا ښه درک کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان به یو ځل بیا د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د ترورېزم پر وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار وکړي.

ښاغلی مرتضوي وايي، له ترورېزم سره ګډه مبارزه کولای شي، دغو ستونزو ته د حل‎لار پیدا کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"افغانستان تمه لري چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول د شانګهای غړي هېوادونه د ترورېزم پراختیا او ګواښ لا زیات درک کړي او له دې پدیدې سره په ګډه همکارۍ او اجماع مقابله وکړي، بیا به هم په دې ټینګار وشي چې له ترورېزم سره مبارزه یوازې د سیمه‎ییزې همکارۍ او اجماع له لارې ګټوره او مؤثره ده."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په هدف د چهارشنبې په ماښام په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.

د شانګهای غونډه به د افغانستان د امنیت لپاره څه مثبته نتیجه ولري؟

ولسمشر غني په قزاقستان کې د شانګهای په سرمشریزه کې برخه اخلي

غني د شانګهای په غونډه کې د روسیې او چین ولسمشرانو سره ځانګړې ناستې لري

تمه ده «شانګهای سازمان» هند او پاکستان خپل بشپړ غړي اعلان کړي

ولسمشر غني له خپل چینايي سیال سره وکتل

ارګ وايي، محمد اشرف غني به د دغه سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې او هند له مشرانو سره د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړي.

د سیمه‎ییزې همکارۍ پراختیا په ځانګړي ډول امنیتي، اقتصادي او سوداګریز مسایل د شانګهای سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور جوړوي.

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‎خوا کېښودل شو.

افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي کال له دغه سازمان سره د څارونکي هېواد په توګه یوځای شو او دغه‌شان ایران او منګولیا هم د شانګهای سازمان څارونکي هېوادونه دي.

تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب خپل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، افغان ولسمشر باید په دغې غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې او د افغانستان په ناامنیو کې د یادو هېوادونو د لاسوهنې په اړه هم په قاطعیت خبرې وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل، اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د ترورېزم د ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي:

"د افغانستان د ملت غوښتنه دا ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې په قاطعیت، جدیت او په اعتماد سره ووایي چې ځیني ګاونډي هېوادونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ناامنیو کې دخیل دي او د دې تر څنګ ګاونډیو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې د امن او سولې په فضا کې ژوند وکړي."

ښاغلی صدیقي وايي، د شانګهای سازمان د افغانستان د سولې په ټینګښت کې رول لري او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د یوې ځانګړې طرحې په درلودو سره په مهمو ټکو د دغه سازمان د غړو پام ځان ته راواړوي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ژمنې خپلې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG