د خېبر پښتونخوا صوبې په مردان سیمه کې عبدالولي خان پوهنتون د ۴۲ ورځو تر بندښت وروسته د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د محصلینو لپاره پرانېستل شو.
د عبدالولي خان پوهنتون مرکزي او د دغه پوهنتون ټولې څانګې د اپریل په ۱۳مه نېټه تر هغې وروسته وتړل شوې چې یو شمېر بلواګرو د همدې پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو ځوان محصل مشال خان له دې امله په وهلو ډبولو وواژه چې ګنې مذهب ته یې سپکاوی کړی دی.
د راپورونو له مخې، په لومړي سر کې په بونیر، چترال، پپو او دیر کې د عبدالولي خان پوهنتون څانګې پرانېستل شوې چې بیا وروسته تېره ورځ په مردان کې د دغه پوهنتون مرکزي څانګه هم د مشال خان د څلوېښتۍ تر مراسمو وروسته بېرته پرانېستل شوه.
د یاد پوهنتون د پرانېستل کېدا په ورځ د دغه پوهنتون رئیس ډاکټرجهانزیب خلیل له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په پوهنتون کې یې د امنیت د ټینګښت او د مشال خان د وژنې د پېښې په څېرد پېښو د مخنیوي لپاره کلک اقدامات کړي او په راتلونکي کې یې د دې ډول پېښې د نه تکرارېدو هیله وښوده.
نوموړي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې په دې اړه وايي:
"دلته امنیت ښه شوی، بل خلک پوه شوي دي او له دې یې سبق هم اخېستی دی. دا یو غمناکه او دردناکه پېښه وه، نو د هغې په رڼا کې موږ دا وایو چې څومره امنیت چې مخکې وه، اوس یې دوه چنده ده، ولې چې یو پلار د خپل بچي په درد باندې پوهېږي، نو دا زموږ بچي دي موږ د دوی په درد باندې پوهېږو. "
په عین حال کې بیا د پوهنتون زده کوونکي د پوهنتون په بېرته پرانېستل کېدو خوشحاله برېښي خو د دې ترڅنګ ټینګار کوي چې د پوهنتون انتظامیه او امنیتي ادارې باید د بلواګرو لهخوا د مشال خان د وژنې په څېر د پېښو مخنیوي وکړي او چاته اجازه ورنه کړيچې قانون په خپلو منګولو کې واخلي.
د دغه پوهنتون دوه زده کوونکي په دې وايي:
"۱ـ خوشحاله ډېر زیات یو چېپوهنتون پرانېستل شو، خو خبره دا ده چې زموږ مور او پلارډېر زیات تشویش کې وو او دا ده چې مطلب چاته دا نه دي پکار چې محصلقتل کړي، دوی ته پکار و چې حکومت یا پولیس ته یې ورکړی وای. نو داسې چاته اجازه نشته چې یو کس بغیر د څه ثبوت نه په داسې بې دردۍ قتل کړي.
-۲ ـ لومړی خو راته والد صیب وویل چې نن لومړنی ورځ ده، هسې نه څه بله واقعه وشي تاسو مه ځئ. خو زه راووتم ما ورته ویل چې هېځ هم نشته. مور راته وویل چې ګنې ته به نه ځئ، سیاسي پارټو سره به تعلق نه ساتئ"
له بلې خوا بیا په مردان کې د پولیسو یو مشر میا سعید خان وايي چې تر دې دمه یې د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي په وژنه کې ککړ ۵۷ کسان نیولي او زیاتوي چې د اصلي تورن د نیولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي او ډېر ژر به یې ونیسي.
نوموړی په دې اړه وايي:
"د چا دلاسه چې د مشال مرګ شوی دی چې کوم عارف دی، د دې د تصویر پورې چې کوم رول دی او هغه ښکاري په ویډیو کې د هغه په بنیاد هغه اشتهاري شوی دی د هغه خلاف موږ مختلفو ځایونو کې چاپې ووهلې، چیرته چې د هغه خپلوان وو. خو اوس موږ ته دا اندازه کېږي چې هغه چېرته په قبایلي سیمو کې پټ شوی دی، خو موږ ورپسې لګیا یو. موږ تقریباً ۵۷ کسان نیولي دي نو انشاءالله دا به هم ډېر ژر ونیسو. "
د یادونې وړ ده چې د بلواګرو لهخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان وژنې د خیبرپښتونخوا په ګډون په کابل، کوټې او ګڼ شمېر نورو سیمو کې د مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو توند غبرګون پارولی وو، د دې پرضد یې احتجاجي غونډې او مظاهرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې د هغه وژونکي دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
راپور: ذبیح مومند