ګلبدین حکمتیار د افغانستان یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده چې له اته دېرشو کلونو راهیسې د حزب اسلامي په نوم ګوند مشري کوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې یو وختیې د افغانستان د صدراعظمۍ په پست کې هم د لنډې مودې لپاره دنده ترسره کړې، په افغانستان کې د نورو جهادي مشرانو په نسبت له پخواني شوروي اتحاد سره جګړه کې د خپل تند دریځ له کبله شهرت موندلی دی.
ګلبدین حکمتیار په ۱۳۲۶ کال کې د افغانستان د شمالي ولایت کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړي د کابل پوهنتون په انجنیرۍ پوهنځي کې د مهندسۍ رشته کې درس ویلی، خو تر بشپړېدو وړاندې یې د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله لوړې زدهکړې پرېښودې.
حکمتیار په ۱۳۴۹ کال کې د مسلمانو ځوانانو د ټولنې غړیتوب واخیست.
حکمتیار په ۱۳۵۱ کال کې د سیدال سخندان په نوم د کابل پوهنتون د یوه محصل د وژل کېدو له کبله بندي شو چې بیا د محمد داود خان د کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ.
په ځینو مقالو کې راغلي چې حکمتیار په همدې وخت کې د پاکستان په ملاتړ د افغانستان د هغه مهال واکمن حکومت پر وړاندې چریکي بریدونه پیل کړل.
د ۱۳۵۷ کال د ثور یا غویي میاشتې تر کودتا وروسته نوموړي د خلق ډموکراتیک ګوند په مشرۍ حکومت پر ضد فعالیتونه پیل کړه او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې بریدونو ته دوام ورکړ.
ګلبدین حکمتیار له لومړي سره د برهانالدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند غړی وو، خو په ۱۳۵۸ کال کې له جمعیت څخه بېل او د حزب اسلامي په نومیې بل ګوند جوړ کړ چې تر نن پورې یې مشري کوي.
ده د افغانستان په ډېرو سیمو کې نفوذ لرلی دی.
لکه چې مخکې یادونه وشوه ویل کېږي ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په وړاندې مبارزه کړې او په ځینو مقالو کې راغلي چې دغه حزب د دې جګړې لپاره تر اویا فیصده نړیوالې مرستې جذب کړې دي.
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د نوموړي مبارزې دوام وکړ چې یوه بېلګهیې د افغانستان په جلالاباد ښار کې لوی عملیات وو.
د ده هدف د هغه وخت ولسمشر نجیبالله په مشرۍ حکومت ړنګول وو، خو هغه عملیات له ماتې سره مخامخ شول.
د دغو عملیاتو په اړه په خپله حکمتیار چې د افغانستان د اوسني حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر سره تر یوځای کېدو وروستهیې خبرې کولې یادونه وکړه او هغه بریدونهیې تېروتنه وبلله.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ مجاهدینو تر ډېره مخکې تللې مرحلې پورې د ښارونو د فتح کولو تصمیمونه نیول او که مو نیولي وو دا مو غلطي وه، زموږ نه غلطي وشوه د ننګرهار د نیولو فیصله مو وکړه، دا یوه غلطي وه زه اعتراف ورباندې کوم، له جنګي پلوه دا یوه اشتباه وه، طالبه ستا د کندز نیول هم اشتباه وه، لویه تاریخي اشتباه او یو وخت به ته هم پرې پوه شې."
په ۱۳۷۱ کال کې د ډاکتر نجیبالله په مشرۍ حکومت تر ړنګېدو وروسته ګلبدین حکمتیار د نورو جهادي مشرانو سره یوځای افغانستان ته ولاړ، خو د کابل د کنټرول پر سر جګړه د دغو جهادي ګوندونو تر منځ سخته شوه اود پېښور له هوکړې سره سم برهانالدین رباني تر شپږ میاشتنۍ ټاکلې مودې وروسته بیا هم د هېواد د مشرۍ څوکۍ پرې نهښوده، د حزب اسلامي په ګډون ځینو جهادي ډلو له دولت سره مخالفت وښود او دا مخالفت د وسلهوالو نښتو او وینې تویېدنې په بیه تمام شو.
حکمتیار هغه مهال خپل ځواکونه د کابل په چهاراسیاب سیمه کې ځای پر ځای کړل او له هغه ځایهیې د واکمن دولت پر ضد جګړه پیل کړه.
په هغو جګړو کې چې د حکمتیار په ګډون د نورو جهادي کړیو تر منځ په کابل کې وشوې، تر پنځوس زره ډېر ملکي وګړي ووژل شوه.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي اوس هم هغه جګړې نههېرېدونکې بولي ځکه د دوی په وینا د زرګونه ملکي وګړو په وژنه، چور چپاول او د ښار په ویجاړۍ کې د ده د حزب غړو لاس درلود او له توپیر پرتهیې پر کابل ښار توغندي ویشتل.
د ۱۳۷۴ په وروستیو میاشتو کې چې وسلهوالو طالبانو د افغانستان یو شمېر سیمې نیولي وې، ګلبدین حکمتیار د برهانالدین رباني په مشرۍ دولت د صدراعظمۍ څوکۍ ته ورسېد، خو دا دندهیې د لنډې مودې لپاره وه او کابل ته د طالبانو له راتګ سره حکمتیار ایران ته ولاړ.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغله او د طالبانو واکمني یې ختمه کړه، ګلبدین حکمتیار د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کړه او تر نن نه پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او د انتخاباتو پر اساس د اسلامي دولت جوړېدلیې شعار ګرځولی دی.
بالاخره د ۱۳۹۵ کال د تلې یا مېزان په لومړۍ نېټه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب استازو او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د حکومت په مشرۍ د سولې عالي شورا تر منځ تر شپږ میاشتنیو خبرو اترو وروسته په لومړي ځل د سولې تړون لاسلیک شو.
د همدې میاشتې پر ۲۱مه نېټه په خپله ګلبدین حکمتیار له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په وېډیویي مکالمې کې د دې تړون پر هوکړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه:
"د دې مذاکراتو یوه څرګنده ځانګړتیا دا ده چې د پردیو له وساطت پرته په خپله د افغانانو تر منځ ترسره شوه، د دواړو لورو تر منځ په یوې جامع معاهدې توافق وشو."
د ۱۳۹۵ کال په سلواغې یا دلو میاشت کې د ګلبدین حکمتیار په وړاندې نړیوال بندیزونه لیرې شول.
ګلبدین حکمتیار تر شااوخوا شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د ۱۳۹۶ کال د غویې یا ثور په نهمه نېټه په لغمان ولایت کې په عام محضر کې وینا وکړه، د سولې پر اهمیت وغږېد او نورې وسلهوالې ډلې یې هم سولې او له حکومت سره یوځای کېدو ته وهڅولې.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب له یو شمېر جګپوړو قوماندانانو سره د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ د غویې یا ثور میاشتې څوارلسمه نېټه له ننګرهاره کابل ته ورسېد او له ولسمشر اشرف غني سرهیې وکتل.
حکمتیار په ارګ کې د وینا پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د بحران د هواري لپاره پر کورني حل لارې ټینګار وکړ.