د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

د پاکستاني پوځ مشر د ۳۰ ترهګرو د مرګ سزا تائید کړه


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي په برید کې د ککړو کسانو په ګډون د ۳۰ ترهګرو د مرګ سزا تائید کړې ده.

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې دغه کسان پر پوځیانو او د امنیتي ادارو پر کارکوونکو په بریدونو، د امنیتي سرتېرو د تښتونې او وژنې او همدارنګه د ملکي کسانو په وژنه کې ککړ وو چې د پوځي عدالتونو له‎خوا ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د پوځ مطبوعاتي دفتر «ISPR» د چهارشنبې په ورځ ناوخته په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"دغو ترهګرو کې هغه کسان شامل دي چې په پېښور کې د پوځي ښوونځي په خونړي برید، د سوات په سیدوشریف کې پر هوايي ډګر برید او د امنیتي سرتېرو په تښتونې او وژنې او همدا شان د ملکي خلکو په وژنه کې ککړ وو."

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

همدارنګه د پوځ مطبوعاتي دفتر په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د روانو رد الفساد پوځي عملیاتو په لړ کې پوځي محکمې ترهګرو ته د مرګ سزا ورکول چټک کړي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید وروسته چې د ماشومانو او د ښوونځي د استادانو په ګډون په‎کې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، په قانون کې یې ترمیم وکړ او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره‌یې پوځي محکمې جوړې کړې.

که څه هم د دغو محکمو دوه کلنه موده د روان کال په جنوري میاشت کې پوره شوه، خو د پاکستان حکومت د دې هېواد له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یو ځل بیا د دغو محکمو موده د دوو کلونو لپاره وغځوله او د کار کولو اجازه‌یې ورکړه.

دغو محکمو تر جوړېدو وروسته سلګونه ترهګرو ته د مرګ سزا ورکړې ده چې د پاکستان حکومت‌یې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګټور او مهم ګام بولي.

د یادونې وړ ده چې که څه هم دغو محکمو تر جوړېدو وروسته تر دې دمه ګڼ شمېر ترهګرو ته د مرګ سزا ورکړې، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ مشر په یو وخت د ۳۰ ترهګرو د مرګ سزا تائید کړې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG