د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

پاکستان کې د ځانګړو پوځي محکمو موده پای ته ورسېده


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د جوړو شویو ځانګړو پوځي محکمو موده پوره شوې او فعالیت‌یې درولی دی.

د پاکستان ملي پارلمان نېږدې دوه کاله مخکې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د دغو ځانګړو پوځي محکمو د جوړولو قانون تر هغې وروسته منظور کړ چې د پاکستان په اساسي قانون کې یې د دغو محکمو د جوړولو لپاره ځانګړی ترمیم وکړ.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د یکشنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د جوړو شویو پوځي محکمو دوه کلنه موده پوره شوې چې په نتیجه کې یې دغو محکمو کار درولی دی."

په پاکستان کې دغه ځانګړې پوځي محکمه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د وسله‎والو طالبانو تر هغه خونړي برید وروسته جوړه شوې چې د زده‎کوونکو په ګډون په‎کې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول چې ورسره په دې هېواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د چارواکو پام ورواوښت.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې خبرپاڼه وايي، دغو ځانګړو پوځي محکمو په دې هېواد کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې مرسته کړې چې له امله‌یې په ترهګریزو پېښو کې کمی راغلی دی.

خبرپاڼه همداراز کاږي:

"په تېرو دوو کلونو کې دغو ځانګړو پوځي محکمو ته ۲۷۴ کېسونه ورلېږل شوي چې په دغو کې ۱۶۱ مجرمانو ته د مرګ او ۱۱۳ ته د عمر قید سزا اورول شوې ده."

پوځي چارواکي ادعا کوي چې دغو محکمو ته راغلو په ټولو کېسونو کې د انصاف ټولې غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم د پوځ خبرپاڼې په پوځي محکمو کې د سزا شویو ترهګرو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو محکمو کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، جماعت‌الاحرار، لشکر اسلام، لشکر جهنګوي، توحید جهاد ګروپ او د ځینو نورو ترهګریزو ډلو وسله‎والو ته سزا ورکړل شوې چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید طرح کوونکي هم په‎کې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې که څه هم افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمو او همدا شان د پاکستان په ځینو ښاري سیمو کې لا هم د ترهګرو پر ضد د پوځ عملیات روان دي، خو د دې هېواد سیاسي او پوځي چارواکو لا تر دې دمه د پوځي محکمو د کار د مودې اوږدولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG