د امریکا دفاع وزیر وايي، په یمن کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل لارې د موندلو اړتیا ده.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سې شنبې په ورځ ریاض ته په لاره وویل:
"واشنګټن غواړي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ هر څومره ژر چې ممکنه وي د یمن د سولې خبرې اترې پیل شي."
جېمز مټېس منځني ختیځ ته خپل سفر د سې شنبې په ورځ له سعودي عربستان نه پیل کړ.
ریاض ته پر لاره د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل:
"موږ به له خپلو متحدانو او شریکانو سره کار وکړو او هڅه به وکړو چې یمن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب خبرې اترې پیل شي."
جېمز مټېس خبریالانو ته وویل:
"د یمن لپاره زموږ هدف دا دی چې دغلته کړکېچ پای ته ورسېږي او روانه جګړه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د خبرو اترو ډلې ته راجع شي څو هر څومره ژر چې ممکنه وي سیاسي حللاره ورته پیدا کړي. دا د اوږدې مودې لپاره روانه ده. موږ ګورو چې د حوثي یاغیانو لهخوا هغه توغندي چې ایران ورکړي پر سعودي عربستان ویشتل کېږي. همدارنګه یمن کې هم یو شمېر بېګناه خلک وژل کېږي. دا هر څه باید پای ته ورسېږي."
د فرانسې خبري اژانس وايي، د امریکا متحده ایالات دا مهال د سعودي په مشرۍ د هغه پوځي ائتلاف محدود ملاتړ کوي چې یمن کې د ایران د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو پر ضد عملیات کوي.
خو روېټرز خبري اژانس د چارواکو له خولې وايي چې د امریکا متحده ایالات د یمن په کړکېچ کې د خپل رول پر ژورولو او د خلیج د هغو متحدینو سره د مستقیمو مرستو په زیاتولو غور کوي چې دا مهال د ایران د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي.
په یمن کې د درې کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان وژل شوي، درې میلیونه نور بېکوره شوي او په میلیونونو نور د خوړو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ دي.
حوثي یاغیان د پایتخت صنعا په شمول د یمن په پراخه برخه کنټرول لري.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف غواړي د عبدالربه منصور هادي په مشرۍ حکومت واک ته ورسوي.
دا حکومت دا مهال د یمن په عدن ښار کې فعالیت کوي.
تر اوسه پورې د یمن حکومت او حوثي یاغیانو تر منځ اووه ځلې اوربند شوی او مات شوی دی.
همدارنګه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې خبرې اترې هم څو ځلې بېنتیجې پای ته رسېدلي دي.
جېمز مټېس په مشخصه توګه په دې اړه څه ونهویل چې متحده ایالات به د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ته څه اضافي ملاتړ برابر کړي.
خو ویېویل، دا هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکارۍ د پراخولو لارې چارې ومومي.
تمه کېږي چې جېمز مټېس به د چهارشنبې په ورځ د سعودي د پاچا سلمان او د دې هېواد د دفاع د وزیر محمد بن سلمان په شمول له یو شمېر لوړپوړو سعودي چارواکو سره خبرې وکړي.
نوموړی به پر یمن سربېره د سوریې او عراق پر مسئلو هم له سعودي چارواکو سره وغږېږي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، ریاض خوشبین دی چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت به د اوباما د حکومت په مقایسه په سیمه کې په ځانګړې توګه د ایران د نفوذ د پراختیا د مخنیوي لپاره ډېر ښکېل شي.