د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د کرکټ افغان لوبغاړي راشد خان بیا د ټولو پام ځان ته جلب کړ


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي راشد خان د یکشنبې په ورځ د سن رایزرس ټیم لپاره د هند په غوره لیګ کې نن بیا هم د ټولو پام ځان ته جلب کړ.

راشد خان ارمان هغه نوم چې ډېر ژر نړیوال شو، یو ځل بیا یې د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د خپل ټيم له انتظار سره سم وړتیا وښوده.

هغه د یکشنبې په ورځ د سن رایزرس حیدرآباد ټیم لپاره د ګجرات لاینز څلور لوبغاړي وسوځول.

درې لوبغاړي یې په خپلو څلورو اورونو کې له مخکې تګه پاتې کړل او یو لوبغاړی یې هم مخکې له دې چې منډه بشپړه کړي د ویشتنځای "پيچ" بل سر ته تر رسېدو مخکې {په رن اوټ] وسوځاوه.

د افغان ملي ټیم دا تکړه لوبغاړی چې په لوړ قیمت حیدرآباد ټیم ته لوبه کوي تر لوبې وروسته د لوبو رسمي خپروونکي ټلوېزیون ته د خپلې لوبې په اړه وویل:

"دا زما لپاره ډېره فوق‌العاده شېبه ده چې دومره لویې وېکټې مې واخیستې. زه به تر پایه هڅه وکړم چې همداسې مخته لاړ شم. څنګه چې زه باولنګ کوم توپ وهونکي ته ستونزمنه ده چې ویې وهي. بس زه خپله هڅه کوم چې همداسې باولنګ وکړم. د نننۍ لوبې تر ټولو ښه وېکټه د مککیولم وه چې ما واخیسته."

راشد خان په لومړۍ لوبه کې هم د رایل چلېنجرز بنګلور ټیم دوه لوبغاړي اوټ کړي و.

هغه تر لومړۍ لوبې وروسته له خپلو ټولو مینه‎والو مننه کړې وه چې دی یې تل د لوبو لپاره ستایلی دی.

که څه هم راشد خان د یکشنبې ورځې په لوبه کې د شل اوریزو کرکټ سیالیو تر ټولو سرلاري برنډن مککیولم، سوریش رینا او ارون فینچ په څلورو اورونو کې د نولسو نومرو په ورکولو سره وسوځول خو لومړۍ لوبه کې یې منډې لږ څه زیاتې ورکړې.

د اسټرالیا د کرکټ ستوري شېن واټسن چې په تېره لوبه کې د راشد خان په وروستي بال شپږیزه ووهله هغه‌یې تکړه خو لږ څه بې‌تجربې وباله.

سن رایزرس حیدرآباد ټیم د یکشنبې په لوبه کې د نهو وېکټو او څلورو اورونو په توپیر ګجرات ټیم مات کړ او د «ای. پي. اېل» لوبو د جدول په سر کې یې ځای خپل کړ.

راشد خان چې له څو میاشتو راهیسې له کور او کلي لیرې دی دې لریوالي یې په لوبې تأثیر نه‌دی کړی او ورځ تر بلې د نړیوالو نظر ځان ته جلبوي.

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ستوري او د راشد خان د سیال ټیم ګجرات لاینز روزونکي براډ هاج هم نن د هغه ستاینه وکړه.

دی زیاتوي:

"د هغه باولنګ فوق‌العاده وو. مونږ درې لوبغاړي په کمو منډو له لاسه ورکړل او دا هغه څه دي چې په شل اوریزو سیالیو کې تاسو ته ستونزمن تمامېدلای شي."

راشد خان د یکشنبې په ورځ د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د راشد خان تر څنګ د سن رایزرس ټیم لپاره بل افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی‌خیل هم لوبه کوي چې تر اوسه په دوو لومړیو لوبو کې وار نه‌دی ور رسېدلی.

«ای. پي. اېل» د هند د کرکټ غوره لیګ دی چې د نړۍ تر ټولو ستوري کرکټران په‌کې د لوبېدو چانس لري او دا ځل د افغانستان د ملي ټیم دوه لوبغاړي هم په‌کې اخیستل شوي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG