د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

سرچینه: راتلونکې اوونۍ به د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د دغه شورا د مشر د نه موجودیت له کبله دوی له ستونزو سره مخ دي، خو د ټاکنې په اړه یې هڅې چټکې شوي دي.

د یادې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعېل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې د سولې د عالي شورا اجرائیه کمېټه د همدې موضوع په تړاو له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره ناسته ولري.

ښاغلی قاسمیار وايي، ناسته کې به نه یوازې د شورا د رئیس پر ټاکنې سلا مشورې وشي بلکې په دې اړه ښايي وروستۍ پریکړه هم وشي.

د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعېل قاسمیار
د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعېل قاسمیار

نوموړي زیاته کړه:

"راتلونکۍ اوونۍ چې موږ د هېواد له مشرانو سره کومه ګډه ناسته لرو په‎کې به نه یوازې په دې اړه بحث وشي بلکې ښايي وروستۍ پریکړه هم وشي."

په ورته وخت کې یوې باوري سرچینې له ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په ډېر احتمال چې د افغانستان د سولې عالي شورا د پخواني رئیس پیر سید احمد ګیلاني زوی، سید حامد ګیلاني به د یادې شورا د مشر په توګه وټاکل شي.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي خو اجرائیه ریاست یې بیا وايي، د سولې د عالي شورا د مشر د ټاکنې په اړه لا تر اوسه وروستۍ پریکړه نه‎ده شوې.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي:

" هرکله چې دغه بحثونه وروستي شي د اشخاصو نومونه به له تاسو سره هم شریک شي، مشخصاً د سولې د عالي شورا د مشر په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي. "

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ورپېښې ناروغۍله امله په کابل کې ومړ.

د نوموړي له مړینې وروسته تردې دمه دغه شورا مشر نه‎لري چې د شورا د غړو په باور دې موضوع د شورا په فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

له دې ټولو سره ـ سره افغان سیاسي کارپوه ډاکټر فاروق اعظم بیا وايي، که د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره داسې کس چې د جګړې ښکیلو خواوو ته د منلو نه وي غوره کېږي شورا نه‎شي کولای په اغیزمنه توګه خپلې چارې مخ ته یوسي.

د نوموړي په وینا د دغه پوست لپاره باید داسې کس غوره شي چې افغانستان کې یو اغېزمنه او بې پرې څېره وي.

XS
SM
MD
LG