د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

کارپوهان: ۱۳۹۵ کال کې د افغان حکومت کورنی سیاست بریالی نه‌و


افغان حکومت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په خپل کورني سیاست کې بریالی نه‌و.

د یو شمېر سیاسي ګوندونو غړي او کارپوهان د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات او له امله‌یې د حکومت او ملت تر منځ د واټن رامنځته کېدل د دې لامل شول چې په تېر کال کې هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

په ۱۳۹۴ کال کې د افغان حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات ۱۳۹۵ کال ته هم وغځېدل او دغه کال له پيله تر اخره د حکومت د مشرانو له اختلافاتو سره مل وو.

ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۵ کال په لومړۍ ورځ پر یو شمېر سیاستوالو انتقاد وکړ چې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجع ورکوي.

دا چې حکومت په ۱۳۹۵ کال کې څومره په خپل کورني سیاست کې بریالی و په دې اړه بېلابېل نظرونه ورکول کېږي.

د سیاسي ګوندونو یو شمېر غړي او د حکومت پخواني چارواکي په دې باور دي چې حکومت ونه‌شو کړی په تېر کال کې د هېواد چارې په ښه توګه مدیریت کړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې غړی صدیق پتمن افغان حکومت په خپل کورني سیاست کې ناکام بولي او وایي چې په دغه کال کې د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو دوام هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړ.

صدیق پتمن.
صدیق پتمن.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت په ټوله کې په بهرني او داخلي سیاست کې یو ناکام حکومت دی او تر ټولو بده عنعنه چې په حکومتوالۍ کې دوی ټینګه کړه د روانې جګړې سربېره چې ورسره مخ یو سیاسي کشمکشونه‌یې زیات کړل."

افغان سیاستوال او یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په تېر یوه کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست تر منځ اختلافات د دولتي ادارو د کاري نیمګړتیاو او د زیاتو امنیتي او اقتصادي ستونزو سبب شوي.

ولې عبدالله عبدالله نه‌غواړي د ارګ په عادي غونډو کې ګډون وکړي؟

عبدالله: د حکومت دوام د سیاسي توافقنامې تطبیق پوري تړلی دی

ولسي جرګه: د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات د هېواد په زیان دی

سیاسي کارپو لطیف نظري وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ سیاسي اختلافات د ګڼو نورو ستونزو سربیره پر امنیتي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت په کورني سیاست کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي، په اوسني وخت کې بې‌کاري یوه ستره ستونزه ده چې ډېر لوستي ځوانان ورسره مخ دي او همداراز د حکومت د مشرانو خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې د هېواد امنیتي وضعیت ته په سمه توګه پام ونه‌شي."

خو دغه اختلافات یوازې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ نه‌و سربیره پر دې د ولسمشر او لومړي مرستیال، د ولسمشر او د ښې حکمتوالې په برخه کې د ولسمشر د ځانکړي استازي او همداراز د اجرائیه رئیس او د بلخ د والي عطا محمد نور تر منځ اختلافات هم په تېر کال کې راڅرګند شول.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ملي یووالي حکومت پر رهبرۍ نیوکه وکړه چې د پټو او ناسمو سیاستونو له امله‌‌یې ناامني زیاته کړې ده.

د ښاغلي دوستم او د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات تر دې حده ورسېدل چېدوستم ولسمشر او اجرائیه رئیس په قوم‌پالنې تورن کړل.

دا اختلافات لا نه‌و حل شوي چې د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال او د هغه ساتونکو د جنسي پلوه ځورولی دی.

دغې موضوع په ملي او نړېواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول او لویې څارنوالۍ د ښاغلي دوستم ۷ ساتونکي تر څېړونو لاندې ونیول.

د افغانستان د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌یج که څه هم وايي چې د ښاغلي دوستم او ولسمشر تر منځ هېڅ ډول اختلاف نه‌شته خو زیاتوي چې د دوی ولسونه لاهم له ولسمشره ناراضه دي.

بشیر احمد ته ینج.
بشیر احمد ته ینج.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت او ولسمشر، څرنګه چې لازمه وه هغو کسانو ته پام ونه‌کړ چې د ده د بریا سبب وو، زموږ خلک اوس هم د ولسمشر د کړنو څخه ناراضه دي او زموږ اندېښنې اوس هم پر ځای دي."

د ولسمشر او ښاغلي دوستم له اختلافاتو ورهاخوا د اجرائیه رئیس او د بلخ والي عطا محمد نور تر منځ اختلافات هم اوج ته رسېدلي ان تر دې چې ښاغلي نور له خپلو پلویانو څخه له دې امله بخښنه وغوښته چې د انتخاباتو پر مهال‌یې له ښاغلي عبدالله څخه ملاتړ کړی.

عطا محمد نور.
عطا محمد نور.

نور: عبدالله د خپل سیاسي موقف او شخصي ګټو په خاطر د معاملې هڅه کې دی

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د دې په وړاندې د ښاغلي نور څرګندونې د پام وړ ونه‌بللې.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اجرائیه ریاست نظر هم ولرو خو هغوی په دې تړاو له څه ویلو ډډه وکړه.

د حکومت پخواني چارواکي او افغان کارپوهان په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ دغه ژور اختلافات د دوی پر ضعف دلالت کوي.

پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ وايي، دغه اختلافات نه‌یوازې دا چې د ملت په خیر نه‌دي بلکې دښمن ته هم فرصت ورکوي چې په افغانستان کې خپلو سترو اهدافو ته ورسېږي.

محمد امین فرهنګ.
محمد امین فرهنګ.

نوموړي زیاته کړه:

"داسې یوه لوبه چې په هر هېواد کې روانه وي هېڅ‌څوک ترې ګټه نه‌شي پورته کولای که چېرې ګټه هم وکړي هغه به موقتي وي، خو اصلي زیان به‌یې ملت ته ورسېږي او هغه دښمنان او ګاونډیان چې همدا یې هدف دی او غواړي نظام له‌منځه لاړ شي هغوی په‌کې بریالي دي."

په تېر یو کال کې افغان حکومت د یو شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو د انتقادونو سربیره د عامو افغانانو له انتقادونو سره هم مخ وو.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی په دې باور دی چې یو شمېر کړیو ولسمشر له ولسونو څخه لیرې ساتلی چې له امله‌یې ولسونه له ولسمشر څخه ناراضه شوي دي.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه داسي کړې پیدا شوي چې رئیس جمهور یې محاصره کړ، له ولسونو څخه‌یې لیرې وساته چې اکثره ولسونه له رئیس جمهور څخه ناراضه وو، اوس به موږ هڅه وکړو چې حکومت دې ته متوجه کړو چې ولسونو سره خپل روابط جوړ کړي."

د افغانستان د حراست او ثبات شورا بیا وايي، په تېر کال کې د حکومت مشران تر ډېره د خپلو ټیمونو په انحصار کې وو او د هېواد ملي ظرفیتونو ته‌یې هېڅ ډول پام ونه‌کړ.

مسعود ترشتوال.
مسعود ترشتوال.

د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت هېڅکله د افغانستان پر قومي او ملي ظرفیتونو متکي نه‌شو بلکې تر ډېره‌یې پر کورني او ټیمي مسایلو اتکا وکړه."

له دې ټولو سره سره افغان حکومت بیا ۱۳۹۵ کال په ملي او نړیواله کچه له لاسته راوړنو ډک کال بولي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي په تېر کال کې په کورني سیاست کې د سترو لاسته راوړنو تر څنګ افغان حکومت وکولای شول چې د نړۍ په کچه یوه ستره اجماع رامنځته کړي هغه څه چې د ملي اجماع د رامنځته کولو پرته ناشونې ده.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۱۳۹۵ کال کې یوه نړیواله اجماع رامنځته شوه او دغه اجماع هغه وخت جوړېږي چې په کورنۍ برخه کې بریالي واوسو، څرنګه چې نړیواله اجماع له موږ سره وه په کورنۍ برخه کې هم همداسې یوه اجماع لرو، ټولو سیاسي رهبرانو او مشرانو د ملي یووالي حکومت برنامو ملاتړ وکړ."

خو په ۱۳۹۵ کال کې یوه ستره لاسته راوړنه چې د حکومت ټول مشران او سیاسي اړخونه په‌کې یوه خوله وو له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تفاهم‌لیک د لاسلیکولو موضوع وه.

د یو شمېر سیاستوالو په باور په تېر کال کې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د دې لامل هم شول چې اداري فساد ته پام ونه‌شي او دا کار د دې سبب شو چې خلک له حکومت څخه ناراضه شي.

افغان سیاستوال او د احمد شاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، که چېرې د حکومت د مشرانو تر منځ شته اختلافات دوام پیدا کړي او په دولتي ادارو کې مدیریتي ضعف او پراخ فساد حاکم واوسي په روان کال کې به هم افغانستان له ننګونو سره مخ وي.

د ښاغلي مسعود په باور د حکومت او ملت تر منځ شته واټن به د نظام د پرځولو سبب شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG