د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر اساس د کندهار له زندان څخه ۶۰ تنه جنايي بندیان ازاد شول.
دغه ۶۰ تنه بندیان چې ټوليې جنايي دي د میلادالنبي د ورځې په مناسبت د ولسمشر د ۱۶۷ ګڼه فرمان پر اساس له بنده ازاد شول.
د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوشان د رسنیو سره خبرو کې وويل چې ازادو شویو کسانو کې یوه ښځه او درې کوچنیان هم شامل دي.
د نوموړي په وینا د ولسمشر د دغه فرمان پر اساس د یو شمېر زندانیانو د بند په موده کې کموالی هم راغلی دی.
ښاغلي کوشان زیاته کړه:
"تاسې وینئ چې د ولسمشر د ۱۶۷ ګڼه فرمان پر اساس ۶۰ تنه بندیان ازاد شول او د ۸۷ نورو بندیانو په بند کې کموالی راغلی دی."
په عین وخت کې يو شمېر هغه زندانيان چې له بنده خوشې شول د ولسمشر غني د دغه فرمان ستاينه کوي او وايي چې ولسمشر دې د هغو بندیانو په اړه هم څېړنې وکړي چې له کلونو راهيسې يې دوسيې نهدي څېړل شوي.
یو تنیې وايي:
"د محبس ژوند سخت دی، موږ خوشحاله یو چې له محبسه وځو، محبس د عبرت ځای دی زه ځوانانو ته دا وایم داسې کار ونهکړي چې سبا يې ځای محبس وي."
د کندهار محبس کې له سیاسي بندیانو پرته ۱۹۱۵ جنايي بندیان شته چې له دې جملې څخهيې ۲۷ ښځې دي.
راپور: محمد صادق رښتینی