شپږ میاشتې کېږي چې د هلمند لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزو کې د وسلهوالو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.
د هلمند پر چارواکو له دې امله نیوکې هم مخ پر ډېرېدو دي چې د عملیاتو موسم او فرصت د لاسه ورکوي او د ښار پر شاوخوا ناامنۍ او وسلهوال په خپل حال پاتې دي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه درېیمې امنیتي حوزې اړوند بشران سیمې ته تللی دی.
دی وايي، د دواړو غاړو تر منځ د روانو جګړو له امله سلګونه کورونه ویجاړ او لارې کنډ او کپر شوې دي.
نور حال په لاندې راپور کې: