د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ځواک: د لښکرګاه چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي ۲۱ ټپیان دي


د لښکرګاه په ځانمرګي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د موټر بم په دغه برید کې ۶تنه وژل شوي چې ۵ تنه یې د ملي اردو سرتېري او یو ماشوم دی.

هغه وویل چې په چاودنه کې ۱۴ تنه د ملي اردو سرتېري او ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپيانو کې ۴ ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د شنبې په ورځ ماسپښين مهال په لښکرګاه ښار کې نوي کابل بانګ ته نېږدي د ملي اردو پر څو ټانګونو د موټر بم حمله وشوه چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ویل کېږي په دې برید کې اکثره هغه ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د بانګ مخې ته د خیر ټولو لپاره راغلي و.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځی وايي په دغه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي.

پخواني معلومات:

ځواک: د لښکرګاه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي ۲۰ ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې څو شېبې وړاندې موټر بم حمله شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته خو د برید پړه يې پر وسله والو طالبانو ور واړوله.

دغه برید د لښکرګاه ښار د کابل بانګ په سیمه کې د ایمرجنسي روغتون ته نېږدې تر سره شوی دی.

عیني شاهدان وايي، د پېښې د ځای څخه يې پنځلس ټپیان او مړي لیدلي دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.

ویل کېږي په پېښه کې ډېر وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي چي ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

تر اوسه د دې پېښي پړه چا په غاړه نه ده اخستي.

XS
SM
MD
LG