د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۰

ویسا: ملکي مرګ ژوبله نه، جګړه ختمه کړئ!


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

اصلاح:

د اصلاح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی ټکان ورکوونکی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په هر ډول چې وي د اسلامي په مبارک دین او په افغاني فرهنګ کې د ملکیانو وژل روا ندي.

د سرمقالې لیکوال جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي په هر ډول چې وي باید جګړه کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي او له عامو خلکو څخه په جګړه کې د سپر په توګه کار وانه‎خلي.

ویسا:

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ملکي مرګ ژوبله نه، جګړه ختمه کړئ!

د سرمقالې د لیکوال په باور که په دې اړه مسؤلانه فکر وشي، د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی ناشونی دی.

د سرمقالې لیکوال د معلوماتو له مخې جګړه کې ښکېل داسې لوري شته چې د وېرې خپرول یې هدف دی، بل داسې لوري هم شته چې د افغانانو مرګ ژوبله ورته هېڅ ارزښت نه‎لري.

ویسا په سرمقاله کې وړاندې راغلي جګړه اوس د ولس منځ ته راغلې ده او دښمن له ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

د ویسا د سرمقالې د لیکوال په اند په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او قربانیان یې افغانان دي.

وړاندې په سرمقالې راغلي که حکومت، سیاسي او مدني فعالان او د ولس علما او مشران دا تریخ حقیقت درک نه‎کړي، نو د سرمقالې د لیکوال په خبره افغانان به هره ورځ په ویر کې ډوب وي.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې په پای کې راغلي که د افغانستان په حالاتو بشپړ غور ونه‎شي د مرګ ژوبلې په اړه هر تازه راپور به تر پخواني ډېر غموونکی، وېروونکی او له ماتمونو ډک وي.

انیس:

د انیس په سرمقاله کې یادونه شوې امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاتې هڅې کوي چې د جګړې په ډګرونو کې د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي افغان ځواکونو چې د هېواد ژمن بچیان دي د عملیاتو پر مهال باید لا له وړاندې داسې تدابیر ونیسي چې خپل اهداف له منځه ویسي او عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي.

XS
SM
MD
LG