کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د وروستي راپور په تړاو یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، یوناما د تېرکال د ملکي مرګ ژوبلې راپور خپور کړ چې په رېښتینې معنی خواشینونکی او د تامل وړ و.
په سرمقاله کې د راپور په استناد راغلي، تېرکال مو د جګړې د بېلابېلو اړخو له لوري تر ۱۱ زرو زیاتو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه وه.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، د یوناما د راپور ځانګړتیا دا ده چې دوی یوازې هغه شمېرنې او پېښې په راپور کې شاملوي چې سل په سلو کې یې کره توب ثابت وي.
خو د سرمقاله لیکونکي په باور په افغانستان کې زیاتره د ملکي مرګ ژوبلې پېښې په داسې ولایتونو کې دي چې یوناما ته یې کره کول ګران دي، نو ځکه د ده په خبره په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر تر اعلان شوي هغه زیات دی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه به خپله سرمقاله کې لیکلي چې په یاد راپور کې ۲۲ سلنه د ملکي تلفاتو پړه بیا د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه اچول شوې.
هېواد لیکلي چې کورني ځواکونه د ملکي خلکو ژوندانه ته بشپړ درناوی لري او افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونه په دې مکلف کړي چې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او افغان ځواکونه هم دې ته ژمن دي.
خو سرمقاله لیکونکی لیکلي چې مخالفین د ملکي وګړو له کورونو د جګړې د ډال په توګه کار اخلي، دا کار د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو په لمسون کوي چې معلوم دي او د دغو تلفاتو پړه هم د هغوی په غاړه ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د ملکیانو د تلفاتو دا شمېره چې د یوناما په راپور کې راغلي د جدي اندېښنې وړ ده.
سرمقاله لیکونکی لیکي:
دا په داسې حال کې ده د جګړې د پای لپاره هېڅ هیله نشته او نړیوال او سیمه ییز پروګرامونه داسې دي چې د افغانستان خلک به د اوږدو نورو کلونو لپاره هم یو بل وژني او دغه هېواد په هدیره بدل شي.
د سرمقاله لیکونکي په باور دا د دولت دنده او مسؤلیت دی چې سولې ته د رسېدلو په خاطر د خلکو د هیلو لپاره جدي هڅې او کار وکړي.