د لښکرګاه پر شااوخوا ناامنۍ لا هم ادامه لري، د ښار اوسېدونکي وايي، حکومت د عملیاتو په اړه کړي ژمنې نه دې پرځای کړي.
د هلمندولایتي شورا وايي، حکومت د عملیاتو د موسم فرصتونه د لاسه ورکوي.
چارواکي وايي په راتلونکي اوونۍ کې به عملیات پیل کړي.
د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي د هلمند په خاص ډول لښکرګاه پر شااوخوا روانو ناامنیو ته کتنه کړې ده او په دې اړه یې دا راپور چمتو کړی دی: