کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ په افغانستان کې د دولتي حاکمیت د راکمېدلو په تړاو د سیګار د وروستي راپور په اړه یو شمېر لیکني چاپ کړې دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سره مقاله کې لیکلي، د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د کانګرس مفتشې ادارې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمني عملیات روان دي لیکلي، افغان حکومت په تېرو څلور میاشتو کې پر خپله خاوره ۱۵ سلنه جغرافیې ولکه له لاسه ورکړې.
د سرمقاله لیکونکي په نظر، راپوروته په کتو سره د راتلونکي پسرلي د جګړې په اړه وړاندوینه ستونزمنه ده، خو هغه څه چې سر له اوسه محسوسېږي چې د جګړې په دواړه خواوو سختې شېبې راتلونکې دي.
خو د سرمقالې لیکونکې په باور، که راتلونکی کال افغان امنیتي ځواکونه ښه مدیریت او د شته ستونزو د هواري ته پام وشي، په جګړه کې به بری د حکومت وي او له واک تللې سیمې به هم بېرته له مخالفینو خپلې کړي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د سیګار د دغه وروستي راپور په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د سیګار په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۳۳ زیات شوي دي.
د سرمقاله لیکونکي به باور، د هغو دلایلو تر څنګ چې افغان امنیتي ارګانونه یې په دې برخه کې لري، د یادو ارګانونو تر منځ د همغږۍ نه موجودیت او په افغان هوايي ځواکونو کې د لازمې وړتیا نه شتون په امنیتي ځواکونو کې د تلفاتو د ډېرېدو نور لاملونه دي.
سرمقاله لیکونکي په افغانستان د غوڅ ملاتړ پر ځواکونو هم انتقاد کړی دی چې د خپلې ژمنې سره سم کوم چې په خاصو مواردو کې به له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي سم عمل نه دی کړی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سیګار د وروستي راپور موندنې د حکومت له هغو څرګندونو سره تړلي چې ګوندي طالبانو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړي دي.
ویسا لیکي، څو میاشتې وړاندې حکومتي چارواکو دغه ادعا ډېره تکراروله چې طالبانو مالي سرچینې له لاسه ورکړې دي، معنی دا چې هغوی به نور د جګړې د دوام توان ونه لري.
خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، اوس د سیګار په راپور کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان پر ۴۵ سلنه خاوره واکمني دي او د دولت د حاکمیت ساحه نوره هم راتنګه شوې ده.
د سرمقاله لیکونکي په باور که چېرې دې موندونو ته تم شو نو دا خبره دېره بې بنسټه ثابېتېږي چې طالبانو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړې دي.
سرمقاله لیکونکي لیکي، دا هسې یوه ازوازه وه او ښايي د دې لپاره چې د سولې او خبرو اترو اړتیا کمزورې وښيي.