کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د ترهګرو د مرکزونو او د دوی پر وړاندې د مبارزې برخه کې یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې په دې لیکي، په پنجاب کې ۷۰ ترهګرې ډلې مرکزونه لري.
د مطلب لیکوال د دغې خبرې ترڅنګ د عوامي نيشل ګوند د یو غړي میا افخار حسین په حواله چې په سوات کې یې د پاچا خان او ولي خان د تلین په غونډه کې خبرې کولې لیکلي چې پاکستان د یادو ډلو پر خلاف اقدام نهکوي.
میا افتخار حسین ویلي، د پښتونخوا او قبایلي سیمو اوسېدونکي او افغانان سوله غواړي خو د پاکستان حکومت یې تورن کړی چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي.
د مطلب لیکوال د نوموړي په حواله دا هم لیکلي چې د پاکستان حکومت دې د لویو قدرتونو سره د ائتلافونو جوړولو او سیمې ته د نیابتي جګړو د راوړلو پر ځای له افغانستان سره د سولې برخه کې ګډ کار وکړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سره مقاله کې په دې اړه لیکلي، ۱۵ کاله کېږي چې د امریکا په مشرۍ ناټو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پیل کړې او دا مبارزه یې په افغانستان کې روانه ساتلې ده خو د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې تر ټولو ډېره قرباني افغانان ورکوي چې د ګټې پرځای ناوړې پایلې لرلي او افغانستان یې په بشري ناورین کې ښکېل ساتلی دی.
په سرمقاله کې راغلي، افغان ولس د ترهګرۍ پر وړاندې سمه، معقوله، عادلانه او عاقلانه مبارزه غواړي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې که د امریکا ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد مبارزه غواړي او د دې مبارزې لپاره پلان جوړوي یا پرې له سره کتنه کوي نو دا مبارزه دې د ترهګرو او اورپکو په ځالو کې وکړي او د ترهګرو ملاتړې کړې دې هم اړې کړي چې له ملاتړ، روزنې او تمویله یې لاس واخلي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې راخیستې دي.
سرخط لیکلي، حامد کرزي له "دې هندو" ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د امریکا نوی حکومت باید په پاکستان کې شته ترهګر او د دوی پټنځایونو له منځه یوسي او پاکستان ته پسې ولاړ شي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې حامد کرزي یادې ورځپاڼې سره په مرکه کې په پاکستان کې د ترهګرو په ځپلو کې د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا د تېرحکومت مبارزه ناکامه ګڼلې ده.
په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي کرزي ویلي، که امریکا غواړي یقیناً ترهګر له منځه یوسي، نو خپله پوهېږي چې دوی له کوم ځایه راځي.