د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

برمک: بې‌ځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو څېړنې روانې دي


طبیعي پېښو ته د چمتووالي چارو کې د دولت وزیر وايي، په ټول هېواد کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله یو لک ۶۳ زره او ۳۷۱ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

ویس برمک د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مسؤلینو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په کابل کې وویل چې له دغې شمېرې څخه یو لک او ۸ زره او ۵۶۳ کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوي، خو ۵۴ زره ۸۰۸ کورنیو سره لاهم مرستې کېږي او ۲۵ زره ۵۵۰ کورنیو ته د مرستو لپاره څېړنې روانې دي.

ښاغلي برمک زیاته کړه چې د ژمي لپاره له بېړني کوډ څخه یو لک او ۲۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

ویس برمک
ویس برمک

نوموړي زیاته کړه:

"په تېر یو کال کې له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې مو د حکومت د بېړني کو‌ډ نه بې‌ځایه شویو ته ځانګړې کړې دي، د ژمي لپاره مو یو لک او ۲۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي چې د ولایتونو په کچه د کټګوریو له مخې ۲ تر ۵ میلیونو افغانیو پورې هر ولایت ته انتقال شوي دي."

ښاغلي برمک وویل ډېری دغه کورنۍ په کندز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي.

برمک زیاته کړه چې د بې‌ځایه شویو کورنیو تر څنګ په وروستیو میاشتو کې د جګړو له امله د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت عام‌المنفعه تأسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

پېښو ته د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر په داسې حال کې بې‌ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسولو خبره کوي چې یو شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو په وارو وارو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له لازمو مرستو څخه نه‌دي برخمن شوي.

د کندز، هلمند، ننګرهار بې‌ځایه شوي: حکومت راسره مرسته نه‌ده کړې

په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت د پلان مرستیال فضل احمد عظیمي وویل چې د ۲۰۱۶ کال د نومبر له شلمې نېټې څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون او ۵۲ زره کسان په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلي عظیمي وویل چې اوس‌مهال یو لک او ۵ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ په ولایتونو کې ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

عظیمي: یولک پنځه زره بېځایه شوي مرستو ته اړتیا لري.
عظیمي: یولک پنځه زره بېځایه شوي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې یو لک او پنځه زره بې‌ځایه شوې په ولایتونو کې لرو چې مرستو ته اړتیا لري، دوه لکه او لس زره هغه بې‌ځایه شوي او راستانه شوي کډوالې کورنۍ دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي او ژمنیو مرستو ته اړتیا لري چې باید ورسره مرسته وشي."

د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیال همداراز وویل چې افغان حکومت د بې‌ځایه شویو او ناراجسټر شویو راستانه شویو کډوالو لپاره ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي چې ۶۳ میلیونه افغانۍ یې دغه وزارت ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه چې لاهم ۹۹۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده چې له بې‌ځایه شویو او کډوالو سره په ژمي کې مرستې وشي.

له دې مخکې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د کډالو او بې‌ځایه شویو ستونزو ته په اشارې سره ویلي وو چې هغوی سره باید لازمې مرستې وشي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG