د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

لښکرګاه-کندهار لار درېیمه ورځ هم د ترافیکو پر مخ تړلې


د هلمند لښکرګاه ښار او کندهار تر منځ لار درېیمه ورځ هم د ترافیکو پر مخ بنده ده.

ویل کېږي وسله‌والو طالبانو د یادې لارې شپږ لوی او واړه پلچکونه په ماینونو ویجاړ کړي دي او پر هغه موټرونو ډزې کوي چې غواړي د دې لارې مسافرین انتقال کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته ویلي دي چې امکان لري سبا پنجشنبه ویجاړ شوي پلچکونه ورغوي او لار د مسافرو پر مخ پرانیزي.

موټر چلوونکي بیا وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی او درې ورځې کېږي چې لار د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG