کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جدي د شپږمې نېټې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ورځې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ارمان ملي:
ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، له نن څخه ۳۷ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او هوا له لارې په افغانستان یرغل وکړ او زموږ خپلواکې یې تر پوښتنې لاندې راوسته.
په سرمقاله کې راغلي، دا یرغل د بشري ټولنې د تاریخ په وینو لړلې پاڼه ده. افغان ولس د دوی پر وړاندې خپلې خپلواکۍ غوښتونکې مبارزې پیل کړې او په کمه موده کې کلي او ښارونه د دغو ځواکونو په وړاندې د مبارزې په میدانونو بدل شول.
د سرمقالې لیکوال لیکلي:
دغه یرغل د افغانستان د خلکو لپاره ښې پایلې نه درلودې، په لکونو خلک، ووژل شول ، معلول شول او کډوالۍ ته اړه شول.
خو د لیکوال په خبره یرغلګرو هم ماته وخوړه او د لویې امپراتورۍ پخواني شوروي اتحاد ملا ماته شوه.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا ورځ له دې امله د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځې په نوم یادېږي چې کلونه کلونه د دغه هېواد د ورسته پاتې والي، نا امنۍ، د جګړې د دوام او پراختیا د مخنیوې لامل شوه.
د سرمقاله لیکونکي په باور،که څه هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل وجه د افغانستان او پاکستان اشغال او تودو اوبو ته ځان رسول ول خو د یو شمېر سیاسي کارپوهانو په نظر د دغه یرغل علت له هغو نړیوالو ځواکونو سره سیالۍ وه کوم چې په نړیوالو قضیو کې ښکېل بلل کېږي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، څلور لسیزې په پوره کېدو دي چې افغانستان د جګړو په لمبو کې پروت دی.
د مطلب لیکوال لیکي:
په دې اوږده موده کې مو هېواد د پردیو تر پټو او ښکاره یرغلو لاندې راغلی، خو اوس هم له بده مرغه خپلې د ویر او ویاړ ورځې داسې مهال غندي او لمانځي چې په هېواد کې مو پردي پوځونه پراته دي، وطن مو د پردیو د اور په جګړو کې سوځي او دا دی دریم نسل مو هم د باروتو او اورونو په لمبو او لوخړو کې لالهانده دی.
د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي، په رېښتینې مانا تېرو څلور لسیزو زموږ ولس ته د څلور پېړیو تجربې او درسونه درلودل خو له بده مرغه نن هم زموږ د ولس هغه لوستی او د هېواد پر برخلیک مسلط پاړکی پر خپل دریځ ولاړ دی.