ولسمشر بشارالاسد او متحدانو یې پر حلب ښار ولکه د دې هېواد په کورنۍ جګړه کې مهم پړاو بللی او په دې برخه کې یې د روسیې او ایران د مرستې مننه کړې.
د حلب په جګړه کې زرګونه ایران پلوو ملیشو ګډون لاره او په عین حال کې د روسیې جنګي الوتکو د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو سلګونه هوايي حملې وکړې.
د حلب د جګړې پر مهال ښار لویدیځې برخې د دولتي ځواکونو په ولکه کې وې او د راپورونو له مخې د دې سیمو خلکو تېره شپه د ښار په واټونو کې په خوشالۍ تېره کړه او اورلوبې او هوايي ډزې یې وکړې.
خلکو چې د بشارالاسد تصویرونه او دولتي بیرغونه ورسره وو سندرې ویلې او نڅاوې یې کولې، خو د رژیم مخالفو مشرانو د حلب له لاسه تلل یوه لویه ضایعه وبلله.
د احرارالشام په نوم د وسلهوالې ډلې یوه غړي احمد کوره علي وویل چې حلب اوس مهال د ایران او روسیې له خوا اشغال شوی دی.
د رژیم یو مخالف فعال احمدالخطیب وویل، د حلب سقوط هغه تاریخي پېښه ده چې هېڅکله به هېره نهشي او دوی به یې عاملین ونه بخښي. الخطیب وویل، نړیوال باید په دې پوه شي چې اسد د حلب خلک ووژل، له خپلو مېنو یې بېځایه کړل، دا ښار یې ویجاړ کړ او اوس د خلکو د وینو پر ټغر خپله بریا لمانځي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، ښايي د سوریې پوځ د حلب ښار د نیولو په خاطر پرځان وویاړي خو هغه زیاته کړه چې د سوریې دولتي ځواکونه په دې ښار کې د ټولو ورانیو، لوټ، تالان او بې رحمیو مسؤل دي.
د حلب ښار نیول د سوریې د رژیم لپاره یوه سټراټیژیکه بریا ګڼل کېږي او حکومت د ادلیب، حماه، لاذقیه، دمشق او حمص په څېر پر نورو ښارونو د بشپړ کنټرول پړاو ته نژدې کوي.
د سوریې دولتي ټلویزیون، د رژیم وسلهوالو مخالفینو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي د یاغیانو وروستۍ ډلې او د هغو کورنۍ چې د حلب د ختیځ په ځینو برخو کې یې مقاومت کاوه د روسیې او ترکیې ترمنځ د شوي توافق له مخې تېره له دې ښاره ووتلې.
د راپورونو له مخې د څه باندې څلور زره جنګیالیو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ زره کسان د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې یوه اوونۍ روان وو او د سړې هوا له کبله څو ځلي له خنډ سره مخامخ شول، له حلب ښاره چې په سلو کې پنځوس یې وسلهوالو مخالفینو نیولې وه، وتلي دي.
ویل کېږي چې له حلبه ادلیب ته د زرګونو بېځایه شویو کسانو رسېدلو دا اندیښنې رامنځته کړې دي چې ښايي دولتي ځواکونه له حلب وروسته پر دې ښار حمله وکړي.
ولسمشر اسد هم ویلي دي چې حکومتي ځواکونه به په نورو ښارونو کې هم د مخالفینو پر مرکزونو حملې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا ویلي چې ګڼ شمېر خلک ادلیب ته تښتیدلي دي او د ده په وینا دا امکان شته چې ادلیب یوبل حلب شي.