د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

سرخط:: طالبانو ته د ملګرو ملتونو "مفته" سلا مشوره


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې تر ډېره له افغانستانه د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په هڅونې تمرکز کړی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې سولې ته مخه کړي او له دې پرته بله لار نه لري.

په مطلب کې ویل شوي چې هند، ایران، جرمني، ایټالیا، سویډن، اسټرالیا او کاناډا په افغانستان کې د دایمي سولې څخه ملاتړ کړی.

په مطلب کې همدا راز راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیا له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې له دې هېواد سره به د نړیوالو مرستې دوام وکړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو مفته سلا مشوره.

په مطلب کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د افغانستان روان بحران سیاسي حل ته اړتیا لري او ښه ده چې وسله‎وال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي.

په مطلب کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تادامیچي یوماماتو په حواله ویل شوي چې د دې هېواد امنیت او ثبات د نورو هېوادونو په ګټه هم دی.

په مطلب کې د ښاغلي یوماماتو له قوله ویل شوي چې د افغانستان امنیت په سیمه کې ثبات رامنځ ته کوي او سیمه ییز اقتصاد به هم ورسره پیاوړی شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستانه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

په سرمقاله کې راغلي چې د امنیت شورا غړیو هېوادنو ویلي چی د طالبانو لپاره ښه لاره دا ده چې خبرو اترو ته مخه کړي او له جنګه لاس واخلي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې له افغانستانه په ملاتړ ټینګار وشو.

په مطلب کې راغلي چې د امنیت شورا ۱۵ واړو غړېو هېوادونو په یوه خوله له طالبانو وغوښتل چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.

په مطلب کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې هېڅ‎څوک نه‎شي کولای چی د جنګ له لارې څه ترلاسه کړي او باید د جګړې پرځای سولې ته مخه شي.

XS
SM
MD
LG