کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیت، د امنیتي سکتور د تجهیز او ملاتړ او په یادو ارګانونو کې د یو شمېر ستونزو په اړه مطالب چاپ کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ویاند مایکل کلېفلېنډ، په حواله لیکلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د ملي اردو د ځواکونو رهبري سمه نه ده.
په مطلب کې راغلي چې نوموړي له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې که د ملي اردو رهبري سمه نه شي او ځواکونو ته کافي تجهیزات، خواړه او د سونګ مواد ونه رسېږي دغه ځواکونه نه شي کولای د جګړې په ډکر کې سمه مبارزه وکړي.
کلېفلېنډ ویلي، زما په باور په رهبرۍ کې داسې کسان دي چې نه پوهېږي څه وکړي؟ ده ویلي، په دې اړه موږ پخوا هم خبرې کړي دي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان ملي امنیت د سلاکار په حواله لیکلي،۱۳۹۶ کال به د افغان ځواکونو د بشپړ بریالیتوب کال وي.
په مطلب کې راغلي، حنیف اتمر دغه څرګندونې تېره ورځ په یو امنیتي سیمینار کې کړي دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي، ښاغلی اتمر ویلي، راتلونکی کال به د دښمن تر بشپړې ماتې وروسته د ملت د سوکالۍ او هوساینې لپاره بسنټیز انکشافي او اصلاحي پروګرامونه هم پلي شي.
په مطلب کې د ملي امنیت د سلاکار په حواله ویل شوي، د ملي امنیت شورا به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پراختیا او تجهیز پلان تر ازرولو وروسته منظور کړي.
چې د ده په خبره د دې بورډ دنده به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د رهبرۍ لپاره د مناسبو اشخاصو په نښه کول او ټاکل وي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا دفاع وزارت په هغه وروستي راپور کې چې د هغه هېواد کانګریس ته یې استولی، لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا او ترهګرۍ ضد مبارزې د هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د سرمقالې لیکونکي په قول، په راپور کې راغلي د افغان ځواکونو وړتیاوې ښې شوي خو په دې برخه کې نورې مرستې ته هم اړتیا ده.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې له افغان امنیتي ځواکونو نه د کندهار د دیني عالمانو د ملاتړ موضوع راخېستنې.
په مطلب کې راغلي، د کندهار دیني عالمانو او قومي مشرانو تېره ورځ په یوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د هېواد او خلکو ساتونکي دي او له هغوی څخه ملاتړ د دوی مسؤلیت دی.