د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

سرنوشت: روسیه، پاکستان او ایران د نوي بلاک په جوړولو لګیا دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې روسیه، پاکستان او ایران په سیمه کې د نوي بلاک په جوړولو لګیا دي.

په سرمقاله کې راغلي، چین ته هم بلنه ورکړل شوې چې په دې لویدیځ ضد بلاک کې شامل شي، خو دغه هېواد زړه نازړه برېښي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د مسکو په درې اړخېزه غونډه کې چې د دیسمبر په ۲۷ نېټه په مسکو کې جوړېږي د همدې هڅو یوه برخه ده.

په سرمقاله کې دغه شان راغلي د دغې غونډې اصلي موضوع افغانستان ده خو افغانستان ته په کې بلنه نه‎ده ورکړل شوې.

د سرمقاله لیکونکي په باور له بده مرغه چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې اړخونه ورځ تر بلې پېچلي کېږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل سره مقاله کې لیکلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان په اړه پرېکنده تصمیم ونیسي.

په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې چې د افغانستان په وخت نن ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون د وروستي رپوټ په اړه بحث وشي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې پردۍ لاسوهنې، د دغو لاسوهنو له امله د بشري حقونو په وړاندې ننګونې ، تپل شوې جګړې، د نشه‎يي توکو د کر او تولید اندېښمن کوونکی زیاتوالی او د روسیې ایران او پاکستان ښکاره مداخله د سترو ستونزو په توګه د افغان ملت په وړاندې پرتې دي.

د سرمقاله لیکونکي له نظره، امنیت شورا باید د هر هغه لوري پر وړاندې ګام وچت کړي چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په وړاندې یې خطرونه را ولاړ کړي دي، امنیت شورا باید په بې طرفۍ سره له خپل اغېز کار واخلي او هغه کړۍ او لوري تر فشار لاندې راوړي چې د افغانستان حالات یې کړکېچن کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکه ورځپاڼې بیا په خپله یوه لیکنه کې ویلي، یادې ورځپاڼې ته له باوري سرچینو په لاس ورغلي معلومات ښيي چې نن پنځمه ورځ ده چې د طالبانو د قطر له دفتره د لوړ پوړو طالبانو یوه ډله مسکو ته تللي او هلته د روسیې د استخبارتي شبکې له چارواکو سره پټې خبرې کوي.

په مطلب کې راغلي د دغه پلاوي مشري چې سلام حنیفي کوي تر اوسه یې له کې.جي.بي سره د تمویل او ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG