کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له طالبانو سره د روسیې او ایران د اړیکو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتلي چې روسیه او ایران ولې له طالبانو سره اړېکې ټینګوي؟
په سر مقاله کې راغلي که روسیه وي که ایران او یا بل هېواد چې په افغانستان کې د جګړې جبهه پیاوړې کوي، دا د افغانستان لپاره د بربادۍ یو پیغام دی او بس.
په سر مقاله کې راغلي، د روسیې سفیر او چارواکي که سل ځله دا وضاحت ورکړي چې له طالبانو سره په تیټه کچه اړیکې لري، دا واقعیت باید څوک له یاده ونه باسي چې که روسان د افغانستان له خاورې د خطر احساس وکړي هر هغه اقدام به کوي چې تصور یې کېږي.
د سرمقاله لیکونکي په باور افغان چارواکو اوټول ولس ته پکار ده چې هر څومره ژر کېدای شي د دغې ناوړه پردۍ جګړې له لمبو نه ولس ته نجات ورکړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د همدې موضوع ته تړاو خپله سرمقاله لیکلې ده.
له طالبانو سره د روسیې ملاتړ کرغېړنه لاسوهنه ده.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، له بده مرغه روسیې او طالبانو منلې چې له دېرو کلونو راهیسې یې له کومې ستونزې پرته اړېکې ټینګې شوي دي.
د سرمقاله لیکونکې په خبره، دغو اړیکو په افغانستان کې د جګړې پر اور نور تېل ورشېندلي دي او د ګڼو افغانانو ژوند یې اخېستی دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې روسیې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د پاکستان او ایران سره لاس یو کړی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکي:
د روسیې سفیر مشرانو جرګې ته ویلي چې هېواد یې د روسي اتباعو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.
خو د سرمقاله لیکونکي په باور د اړیکې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د دولتونو په کچه له اړیکو په بشپړه توګه سرغړونه ده.
سرنوشت:
خو سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې یوې لیکنه کې په افغانستان کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي:
روسیه هڅه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې له افغانستان سره نېږدې اړیکې ولري او تل یې غوښتي چې له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې مرسته وکړي او اوس هم دا شان مرستو ته تیاره ده.
په لیکنه کې دغه شان په افغانستان کې د روسیې د سفیر مانتیسکي په حواله راغلي چې له وسلهوالو طالبانو سره د اړیکو په تړاو د ضمیرکابلوف له خبرو ناسمه اخېستنه شوې ده.
د ده په وینا روسیه له وسلهوالو سره اړیکه لري خو ملاتړ یې نه کوي.