د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د کندهار عامې روغتیا ریاست: دې ولایت کې د اېډز ۱۸ پېښې ثبت شوي


په کندهار کې د خطرناکې او وژونکې ناروغۍ اېډز یا «HIV» ګراف کال په کال لوړېږي.

د عامې روغتیا چارواکي وايي چې سږ کال‌يې په کندهار کې د اېډز ۱۸ پېښې ثبت کړي.

د اېډز نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې د کندهار د عامې روغتیا چارواکو وویل چې سږ کال کندهار کې د اېډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸ تنو ته رسېږي.

د عامې روغتیا ریاست د اېډز ناروغۍ د درملنې د څانګې مشر ډاکټر همایون رحماني کندهار کې په اېډز ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه وویل چې په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو زیاتوالی او د هغوی لپاره د مجهز روغتون نه‌شتون د دې لامل شوی چې په دې ولایت کې د تېر کال په نسبت سږ کال د اېډز یا «HIV» ناروغان زیات شي.

ډاکټر رحماني د ګاونډيو هېوادونو سره د پرانیستو سرحدونو درلودل، بې‌کاري او جګړه هغه نور موارد يادل کړل چې په وینا يې د اېډز ناروغۍ ګراف‌يې لوړ کړی.

د رحماني په وینا په اېډز د اخته ۱۸ تنو څخه ۱۶ تنه‌يې نارینه، یوه ښځه او یو کوچنی شامل دی چې په روان کال کې د وینې د معایناتو پر اساس تشخیص شوي دي.

نوموړی وايي:

"موږ په خپلو ټولو فعاله مرکزونو کې د وینې د تشخیص پر اساس په اېډز د اخته کسانو د معلومولو پر اساس ۱۸ تنه تثبیت کړي چې ۱۶ نارینه یوه ښځه او یو کوچنی دي."

کندهار شاوخوا درې میلیونه نفوس لري خو د عامې روغتیا ریاست مسئولین وايي چې یوازې د ۳۳ زرو به شاوخوا کې نارینه او ښځې يې د اېډز ناروغۍ د معلومولو په هدف معاینات کړي.

د عامې روغتیا ریاست مسئولین وايي چې د اېډز ناروغۍ د معایناتو لپاره‌يې ځانګړي څانګې فعالې کړي، خو ډېر کم‌يې زړه ښه کوي چې خپله وینه معاینه کړي.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر فدا محمد سحر په دې برخه کې پر عامه پوهاوي ټینګار کوي.

نوموړی وايي:

"خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکول شي، څو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي دا پیغام باید ټولو خلکو ته ورسول شي."

ډېر افغانان په دې باور دي چې د اېډز ویروس یوازې د جنسي اړیکو له لارې لېږدول کېږي.

خو روغتیا پالان د اېډز ناروغۍ د ډېرېدو سبب پر نشه‎یي توکو د روږدو کسانو له‎خوا په دغه ویروس د ککړو پچکاریو کارول یادوي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG