د نورستان والي وايي په دواب ولسوالۍ کې د وسلهوالو او افغان ځواکونو جګړه لاهم دوام لري.
حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوال پر دواب ولسوالۍ د پرونۍ حملې په دوام له ماتې وروسته لیرې پرتو غرونو ته په شا شوي دي.
ښاغلي عبدالقیوم زیاته کړه:
"هغوی د ولسوالۍ په ځینو شاوخوا غرونو کې اوس هم موقعیت لري. زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې له هغو ځایونو څخهیې وباسي."
د نورستان والي په جګړه کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو د تلفاتو په اړه څه ونهویل.
د نورستان سیمهییز چارواکي وايي چې تېره ورځ سهار وختي تر ۴۰۰ تنو پورې وسلهوالو د دواب ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه خو افغان ځواکونو یې په وړاندې کلک مقاومت وکړ.