د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ازبکستان د جبري کار پر مټ میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي


د منځنۍ اسیا هېوادونو د بشري حقونو فعالان او څارونکي وايي، د منځنۍ اسیا حکومتونه په خاصه توګه ازبکستان عام خلک د پختې په کروندو کې کار کولو ته اړ باسي او د هغوی په مټ ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

د منځنۍ اسیا د بشري حقونو د څار ادارې محقق سټیف سوارډلاو وايي، امنیتي کارکوونکي او لوړپوړي چارواکي عام خلک او عادي دولتي کارکوونکي د پختې په کروندو کې د وهل ټکولو په زور کار کولو ته اړ باسي.

سوارډلاو د ازادي راډیو په یوه پروګرام کې وویل چې ان د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر شوکت میرضیایف هم یو وخت خلک وهل او کار کولو ته‌یې اړ ایستل.

د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر شوکت میرضیایف

سوارډلاو زیاته کړه:

"د پوهنتونونو رئیسان خپل محصلین وهي. پولیس ډېر زیات تاوتریخوالی کوي. په حقیقت کې دا هم باید ووایو چې میرضیایف په خپله هم دا کار کړی دی. موږ یو رپوټ لرو هغه چې کله په ۲۰۰۰ کال کې والي و، د ریاضي یو ښوونکی یې سخت وهلی و، د دې لپاره چې د دغه ښوونکي شاګردانو پخته کرار-کرار ټولوله."

ازبکستان کې هر کال د پختې د پلور د قراردادونو اعلان کېږي چې حکومت هڅه کوي تر پخوا زیاته پخته خرڅه او ښه عواید تر لاسه کړي.

په همدې اکتوبر میاشت کې په تاشکند کې چارواکو اعلان وکړ چې سږ کال‌یې د پنځه نیم لکه ټنه پختې د پلورلو قراردادونه وروستي کړي چې ټول ارزښت‌یې یو میلیارد او درې سوه او شل میلیونه ډالرو ته رسېږي.

لوېدیځو هېوادونو په ازبکستان کې د جبري کار په غبرګون په دغه هېواد فشار راوړی چې د همدغو فشارونو په نتیجه کې چارواکو د جبري کارګرانو په برخه کې له هغې ډلې د ماشومانو د نه‌ګمارلو په اړه نرمښت ښودلی دی.

خو دا فشارونه د دې لپاره ډېر ځای نه‌نیسي چې د ازبکستان چارواکي پخته د هېواد لپاره د خدمت او د سپینې طلا تر شعارونو لاندې په خلکو ټولوي او اکثره پېرېدونکي یې هم بنګله‎دېش، چین، ترکیه، سنګاپور، مالېزیا، اندونېزیا، ویتنام، پولنډ، متحده عربي امارات، چک جمهوریت، بریتانیا، ایران او روسیه دي.

جرمني کې مېشته ازبکه ژورنالېسته او د بشري حقونو فعاله امېده نیازووا وايي، تقریباً ټول کارکوونکي او خلک کار کولو ته اړ ایستل کېږي.

نیازووا وايي، که څوک غواړي چې کار ونه‌کړي نو باید پیسې ورکړي د بېلګې په توګه باید د شلو ورځو لپاره سل ډالره حکومت ته ورکړي.

نیازووا وايي:

"کولای شئ د پختې له ټولولو ځان خلاص کړئ. خپله ازادي واخلئ. اوس وخت شاوخوا سل ډالره د شلو ورځو لپاره ورکولای شئ. په دغو پیسو به یو بل کارګر نیسئ چې ستاسو پر ځای د پختې ټولولو ته ورشي."

د کارګرانو د حقونو نړیوال سازمان استازی کیریل بایچینکو هم د نیازووا خبرې تائیدوي او وايي چې په ترکمنستان کې هم وضعیت همداسې دی باید له کاره د خلاصون لپاره حکومت ته پیسې ورکړئ.

د منځنۍ اسیا هېوادونه چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد تر پاشلو وروسته منځته راغلل له کلونو راهیسې په‎کې د بشري حقونو او ډموکراتیکو اصولو د نقض رپوټونه ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې په دغو هېوادونو کې په وروستیو دوو-درې کلونو کې د جبري کار د کمښت هیلې ټوکېدلي خو بشري فعالان لا هم په منځنۍ اسیا کې د دغو حقونو د نقض د تکرار پېښو ته اشاره کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG