کابل ګارنېزیون د یوې ابلاغیې په خپرولو سره له ټولو دیني عالمانو، کابل ښاریانو او اهل تشیع او تسنن څخه غوښتي چې د محرمالحرام د لسمې ورځې د یاد په مراسمو کې دې نظم په پام کې ونیسي.
د کابل ګارنېزیون وايي، څرنګه چې د هېواد اوسني امنیتي حالات د تېرو کلونو په نسبت ترینګلي دي، په کار ده چې د دې ورځې په درناوي کې له افراطي حرکاتو، واټونو ته له راوتلو او لارو او سړکونو له بندولو څخه ډډه وشي.
د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي په دې اړه د سې شنبې په ورځ وویل:
"دا ورځ یو مذهبي صبغه لري موږ د دې ورځې د درناوی په خاطر له دیني عالمانو هیله کړې ده چې د نظم په ساتلو کې له موږ سره مرسته وکړي او د تشیع وروڼو څخه مو غوښتي چې په هغو سیمو کې چې له مخکې څخه تثبیت شوي او یا دې په تکیهخانو کې دا مراسم پر ځای کړي او له راټولېدو څخه دې ډډه وکړي، ما دا خبره کړې ده ځکه چې ګواښونه شته او خدای مهکړه، کومه ستونزه پېښه نهشي."
د محرمالحرام لسمه له ۶۱ قمري کال راهیسې د نړۍ د ټولو مسلمانو لهخوا په مذهبي جذبو د غونډو په جوړولو سره په درنښت یادېږي.
دا هغه ورځ ده چې د حضرت محمد «ﷺ» لمسی حضرت امام حسین «رض»، د اسلام د اصولو، سولې او د مسلمانانو تر منځ د ورورګلوۍ څخه د دفاع په خاطر، د دې ارزښتونو د دښمنانو لهخوا د خپلو ۷۲ ملګرو سره ووژل شو.
په دې ورځ غونډې جوړېږي، د قرانکریم ختمونه او خیراتونه کېږي، صدقې ورکول کېږي او دعاګانې کېږي.
خو خلک وايي کله-کله د دې ورځې د مراسمو پر مهال ځیني افراطي حرکتونه هم کېږي چې املهیې واټونه بند، خلک له ستونزو سره مخ او امنیتي ګواښونه هم رامنځته کېږي.
کابل ښاریان هم هیله کوي چې د دې ورځې مراسم دې په احتیاط سره ترسره شي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي نجیبالله ازادي راډیو ته وویل:
"دوی باید لارې بندې نهکړي او خلکو ته مزاحمت جوړ نهکړي، ځیني چې ځانونه وهي او وینې تویوي دا وینه باید د هېواد د دفاع په لار کې زخمیانو ته ورکړي، دا ورځ د ټولو مسلمانانو ورځ ده او داسې درناوی یې وشي چې نور خلک پهکې په تکلیف نهشي."
همدارنګه حکومت هم هیله کړې چې د دغې ورځې مراسم دې په تکیهخانو او داسې نورو مذهبي مناسکو کې ترسره شي.
افغان دیني عالمان هم وايي چې په دې ورځ د وینو تویول، افراطي حرکتونه او لارو او کوڅو ته راوتل، د اسلام له نظره جایز نهدي.
راپور: خان محمد سیند