د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

بیدار: ۸ میاشتو کې د ښځو په وړاندې ۲۶۲۱ قضيي ثبت شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې له ښځو سره د زور زیاتي په زیاتېدو اندېښنه ښيي.

دا کمېسیون وايي، د ښځو د پوهې د کچې ټیټوالی، محاکمو ته د دوی نه لاس‎رسی، د زور زیاتي د قضیو ځنډېدل، ناوړه دودونه، د فساد شتون، د غېر مسؤلو وسله‎والو موجودیت او د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د منع د قانون نه پلي کېدل، هغه موارد دي چې د ښځو پر وړاندې یې د زور زیاتې پېښې زیاتې کړي دي.

د دې کمېسیون مسؤلین وايي، په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د پېښو شمېرې لوړې شوي او ددوی په خبره د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دې اړه هېواد کې ۲۶۲۱ قضیې ثبتې شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې قضیو کې ۳۰ پېښې د وژنو او جنسي تیریو دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"په وروستیو ۸ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زرو زیاتي شمېرې لوړې ښودل کېږي. زموږ په سیمه ییزو دفترونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ۲۶۲۱ قضیې ثبتې شوي چې ۳۰ قضېې یې د وژنو او نورې یې د جنسي تیریو دي. په دې قضیو کې ۱۷ غور ولایت کې ثبت شوي دي."

ښاغلي بیدار وايي، د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي قضیې د غور له ولایته وروسته، د هېواد په شمالي ولایتونو کې زیاتې ښودلي دي.

غور ولایت کې د ۱۸ کلنې ریحانې د سر پرې کېدل او د میړه له‎خوا د زهرا په نامه د یوې میرمنې سوځول، له ښځو سره د زور زیاتي تازه پېښې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دغه تازه پېښې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي یوازینی پېښې نه دي، بلکې د دې کمېسیون له‎خوا په لسګونو داسې نورې قضیې هم ثبتې شوي چې د مختلفو دلایلو له امله کورنیو پټې ساتلي دي.

یاد کمېسیون له حکومته غواړي چې دا ډول قضیې جدي وپلټي او عاملین دې مجازات کړي څو د دغو زور زیاتیو مخه ونیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پېښې تائیدوي خو وايي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شاملیدل کولای شي چې دا ډول پېښې کمې کړي.

نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ کابل د کورنیو چارو وزارت او د اروپايي ټولنې د پولیسو د ماموریت په ګډه ناسته کې وکړې.

جاهد: باید د پولیسو لیکو ته ۵۰۰۰ ښځینه پولیس جذب کړو
جاهد: باید د پولیسو لیکو ته ۵۰۰۰ ښځینه پولیس جذب کړو

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"ښځې د یو زیانمنېدونکي قشر په توګه تل، په ټولنه کې له بېلابېلو زور زیاتيو سره مخ شوي دي. د پولیسو په لیکو کې د ښځو موجودیت ضروري ګڼل کېږي. دا کولای شي چې د ښځو د حقونو د دفاع او د دوی پر وړاندې د زور زیاتي په مخنیوي کې مهم رول ولري."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، د ښځو پر وړاندې زور زیاتی به هغه مهال کم شي چې خلک، دیني عالمان، حکومت اړوند ارګانونه او مدني فعالان د دې ستونزې په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG