د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

بیدار: تېر کال ۱۰ صحرايي محاکمې ثبت شوي خو نورې یې پټې پاتي


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلان وايي چې صحرايي محکمې تر ډېره د دغه هېواد په لوېدیځ کې شوې دي.

د یاد کمېسیون ویاند رفیع‌الله بیدار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په وروستي یو کال کې له دوی سره د صحرايي محاکمو ۱۰ پېښې ثبت شوي دي خو ډېری دغه قضیې پټې پاتې کېږي او له دوی سره نه ثبتېږي.

د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار
د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"هعه فیصلې چې موږ سره زموږ د ولایتونو په سیمه‌ییزو دفترونو کې ثبت شوي دي، هغه ډېرې کمې دي او له لسو نه به زیاتې نه‌وي، غربي حوزه په دې وروستیو کې ډېره خبر سازه وه په ځانګړي ډول غور ولایت ولې په شمال کې هم دغسې فیصلې شوې دي."

صحرايي محکمې د بشري سرغړونو مهمه برخه ده چې کله نا کله د طالبانو د سیمه‌ییزو قومندانانو، غیرې مسؤله وسله‌والو او ان خلکو له‌خوا په نا امنو او د دولت له کنترول نه وتلو سیمو کې کېږي.

د ښاغلي بیدار په وینا د افغانستان په لوېدیځ په ځانګړي ډول غور ولایت او په شمال کې د سرپل او جوزجان په ولایتونو کې دا شان محکمې ډېرې شوې دي.

رخشانه هغه نجلۍ وه چې څو میاشتې مخکې په غور ولایت کې له کوره د تېښتې او له یوه هلک سره د غېر مشروع اړیکو په تور په یوه صحرايي محکمه کې سنګسار شوه.

تر دې دمخه داسې وېډیو خپره شوې وه چې په‌کې یې ښودل د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په خانقاه کلي کې یوه ښځه د ټولو مخکې په ورته یوه محکمه کې په ډزو وژل کېږي.

ښاغلی بیدار وايي، د خلکو بې‌خبري د خپلو حقونو نه، د قانون د حاکمیت نه‌پلي کېدل، د عدلي او قضايي ارګانونو کمزورتیا، په نا امنو سیمو کې محاکمو ته د خلکو نه لاسرسۍ او د عدالت د پلي کېدلو په برخه کې ستونزې، له اسلامي تعلمیاتو نه د خلکو بې‌خبري او په ځينو مواردو کې د غیرې مسؤله وسله‌والو ډلو شتون د صحرايي محکمو عمده لاملونه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په نا امنو ولسوالیو کې عدلي مرکزونه فعاله نه‌دي نو ځکه په یادو سیمو کې صحرايي محکمې کېږي.

خو د یادې ادارې مسؤلان وايي چې په څو ولسوالیو کې د څارنوالۍ څانګې نه‌شته خو تر دې دمخه د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې د افغانستان ۵۰ ولسوالۍ د نا امنیو له ګواښ سره مخ دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي
د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وايي چې صحرايي محکمې د افغانستان په قانون کې ځای نه‌لري:

"په افغانستان کې چې صحرايي محکمې جوړېږي دا په افغان دولت یا حکومت کې قانوني بڼه نه‌لري او دا کله نا کله د هېواد په هغو سیمو کې کېږي چې هلته امنیت نه‌شته."

یو شمېر دیني عالمان د اسلام له نظره په صحرايي محکمو کې حکم معتبر نه‌ګڼي، له دې ډلې طلب‌الدین قدیري وايي چې دا د اسلام دین خلاف عمل دی.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله فتانه ګېلاني وايي چې تر ډېره ښځې د صحرايي محاکمو قرباني دي نه نارینه.

نوموړې دا عمل د ښځو بې عزتي ګڼي او له حکومت‌یې وغوښتل چې د ورته محکمو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG