نامعلومو وسلهوالو د خيبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلې پخوانی غړى او د باچا خان د خدايي خدمتګار تحريک زوړ غړى "حاجي شعيب خان" په ډزو وژلى دى.
د صوابۍ ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي چې دا پېښۀ د يکشنبې په ورځ ماښام د صوابۍ په يار حسين نومي ځاى کې رامنځته شوې ده.
د دوى په وينا، شعيب خان په حجره کې ناست و چې دوو نامعلومو موټر سيکل سپرو وسلهوالو پرې نا تاره ډزې وکړې چې په پایله کې یې شعيب خان ټپي شو، خو بيا وروستهيې په روغتون کې ساه ورکړه.
پوليس وايي چې تر پېښې وروستهيې پلټنې پيل کړي او د بريدګرو وسلهوالو د نيولو لپارهيې تلاشي عمليات او چهاپې هم اچولي دي.
په صوابۍ کې د عوامي نېشنل ګوند سيمهييز چارواکي توصيف اعجاز له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې شعيب خان د باچا خان ملګرى او خدايي خدمتګار و چې په سيمه کېيې پر سياست سربېره په اولسي خېر ښېګڼو کې هم پراخه او فعاله برخه لرله.
نوموړى په دې اړه وايي:
"شعيب خان د باچا خان بابا ښی لاس و، د خدايي خدمتګار تحريک غړى و، د عوامي نېشنل ګوند نه «MPA» پاتې شوى دى او د هغه خدمات صرف په عوامي نېشنل ګوند کې نه دي، بلکې شعيب خان دلته چې زموږ کومه اولسي جرګه ده، شعيب خان د هغې مشر و. په هر کلي او هر ځاى کې يې جرګې ننواتي کړي دي، خپل څادر بهيې خلکو ته غوړاوه، خلک بۀيې رضا کول او د خلکو دښمنۍ او تربګنۍ بهيې ختمولې. نو د هغه چې کوم کردار په ضلع صوابۍ کې و، نو زه وايم چې موږه د يو ډېر ښه مشر نه محرومه شوو."
ښاغلي توصيف د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې د عوامي نېشنل ګوند د غړو د ژوند د خوندي کولو لپاره دې اقدامات وکړي او د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره دې د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا لومړى ځل نه دى چې وسلهوالو په خيبر پښتونخوا کې د قامپرست عوامي نېشنل ګوند غړى وژلى، بلکې تر دې مخکې هم د ياد ګوند پر چارواکو خونړي بريدونه شوي چې د ګوند د جګپوړو چارواکو په ګډون پهکې ډېرى کارکوونکي هم وژل شوي دي.
بلخوا د عوامي نېشنل ګوند جګپوړي چارواکي افراسياب خټک پر خپلې ټويټر پاڼې د شعيب خان په وژنه خواشيني ښودلې او دا يې "د عوامي نېشنل ګوند لپاره ستر تاوان بللى دى."
په صوابۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلې پخوانى غړى په داسې وخت کې په ډزو وژل شوى چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا صوبې په بېلابېلو سيمو کې په هدفي وژنو کې يو ځل بيا ډېروالى راغلى چې تر دې دمه پهکې ګڼ شمېر پوليس او بېلابېل سياسي ګوندونو ډېرى غړي وژل شوي دي.
په يادې صوبې کې دا هدفي وژنې تر هغې وروسته ډېرې شوي چې امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي او د زرګونو ترهګرو د وژلو خبر پهکې ورکوي.
د يادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسلهوالې ډلې د عوامي نشېنل ګوند د دغه غړي د وژنې مسؤليت پر غاړه نهدى اخيستى.
راپور: ذبيح مومند