د متحدود ایالاتو د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.
له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.
د طالبانو ترکنترول لاندې دولتی باختر خبري آژانس د کنړ د چارواکو په حواله رپوټ ورکړ چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه او څه دپاسه ۲۰۰۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار یو اوسیدونکې ۳۵ کلن شکرالله حلیم ازادی راډیو ته وویل چې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي .
" وضعیت ډیر ګډ وډ او اضطراري دی ، ویر دی ژړا ده غم دی ، مړي دي ، زخمیان دي ، ځینې زخمیان د خاورو لاندې دي، چورلکې ټپیان انتقالوي "
کابل کې د روغتیا وزارت چارواکو ازادی راډیو ته وویل چې د نورګل سیمه ډیره زیانمنه شوې ده .
په کابل کې د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ولیکل چې دلومړنیو معلوماتو له مخې یواځې لغمان او ننګرهار کې ۳۳۰ کسه ټپیان شوي دي چې اتیا کسه یی لغمان او ۲۵۰ نور یې ننګرهار کې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند اجمل درویش مخکې رویترز خبري اژانس ته ویلي وو چې نهه کسه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي.
دآکټر شرافت زمان وايي چې درانه تلفات کنړ کې اوښتي دي او د څو کلینکونو ابتدايی ارقام ښيي چې لسګو نه کسان مړه او د څه پاسه ۴۰۰ کسان ټپیان شوي دي. هلته څو کلي په مکمله توګه ویجاړ شوي دي او د تلفاتو ارقام د تغییر په حال کې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ، چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزله شوې وه چې وروسته یې نور ټکانونه هم درلودل . د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي وو چې لږترلږه ۴۰۰۰ کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.
وروسته ملګرو ملتونو د مړو شمېره شاوخوا ۱۵۰۰ وښوده چې دغه زلزله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو وژونکې طبیعي پیښه وه.