د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

کارټر: افغانستان-پاکستان سره د تروریزم پر له منځه وړلو کار کوو


د امریکا د د فاع وزیر وايي، تروریزم پر پاکستان سر بېره ټولو ته یو ګواښ دی خو په هرځای کې چې سر راپورته کړي، و به ځپل شي.

اشټون کارتر په کابل کې د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره په یوې ګډه خبري ناسته کې وویل، له تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.

د امریکا د د فاع وزیر کابل ته په سفر کې یوځل بیا د تروریزم پرضد د مبارزې لپاره، یو واضح پیغام ورکړ او ويې ویل، دا پدیده چې په هرځای کې وي له مینځه به یوړل شي.

اشټون کارټر د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره له لیدو کتو وروسته، له جمهور رئیس اشرف غني سره په یوې ګډه خبري ناسته کې وویل، تروریزم پاکستان او ټولو ته یو خطردی او باید وځپل شي.

ښاغلی کارټر وايي، امریکا د تروریزم پر وړاندې له افغانستان او پاکستان سره یو ځای کار کوي څو دا پديده له مینځه ولاړه شي:

کارټر: تروریزم پاکستان او ټولو ته یو خطردی او باید وځپل شي.
کارټر: تروریزم پاکستان او ټولو ته یو خطردی او باید وځپل شي.

"تاسو پوهیږی چې امریکا له پاکستان سره اوږدې اړیکې لري، موږ پر دې باوري یو چې ټولو نه ستر ګواښ پاکستان ته له تروریزم څخه ورپېښ دی، ګاونډیان ورته ګواښ نه دي، تروریزم ورته ګواښ دی، موږ له پاکستان سره کار کوو، تروریزم که له پاکستان یا د پاکستان له منطقې څخه سر راپورته کړي، موږ یې ځپو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له تروریزم سره په مبارزه کې تل پر پاکستان انتقاد کړی او ویلی یې دي چې اسلام اباد د تروریستانو د مرکزونو د له مینځه وړلو په برخه کې چې د افغان چارواکو په خبره په پاکستان کې دي، اقدام نه دی کړی.

جمهور رئیس اشرف غني تېره ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې کابل له اسلام اباد څخه سوله نه غواړي بلکې ترې غواړي چې د هغو کړیو پر ضد دې اقدام وکړي چې سوله نه غواړي.

ښاغلي غني تاکید کړی چې د یوه نوک په اندازه یو وړوکي اقلیت پر ټولې نړۍ ولکه کړې ده.

ده د مدینې منورې حملې ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې سیمه او اسلامي هېوادونه باید د دې ښامار سر پیدا او له مینځه يې یوسي.

ښاغلي غني د امریکا د د فاع له وزیرسره په ګډه خبري ناسته کې بیا هم ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکي واضح شوي دي او د ده په خبره پاکستان باید د تروریزم او هغو کړیو پرضد تصمیم ونیسي چې سوله نه غواړي:

غني: پاکستان باید د تروریزم او هغو کړیو پرضد تصمیم ونیسي چې سوله نه غواړي
غني: پاکستان باید د تروریزم او هغو کړیو پرضد تصمیم ونیسي چې سوله نه غواړي

"زموږ مناسبات خراب شوي نه دي، بلکې روښانه شوي اوهیله ده توپیر یې وشي، پاکستان نن له یو اساسي تصمیم سره مخامخ دی او هیله ده چې سم تصمیم ونیسي، سم تصمیم څه شي دی؟ دادی تروریزم ښه او بد نه لري."

افغان چارواکو تل ویلي چې پاکستان د افغانستان پروړاندې دوه مخی سیاست کاروي او کومې حملې چې پر افغانستان کېږي، پلان یې په پاکستان کې جوړېږي.

په پاکستان کې د ملا عمر له مړینې او د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته اشرف غني تاکید وکړ چې اسلام اباد باید په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو پرضد اقدام وکړي او مرکزونه یې ویجاړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG