د ايران د حکومت د اپوزېسيون د ملي مقاومت ډلې د شورا زرګونو پلويانو په فرانسه کې د یوې لويې غونډې پر مهال په ايران کې د مذهبي رژيم د سقوط غوښتنه وکړه.
د واشنګټن ټایمز د راپور پر اساس په دې غونډه کې د امريکا د پارلمان پخواني رییس، د ويرمونټ ايالت پخواني والي، د ايف بي ای پخواني ريس، د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخواني ریس او د عربي هېوادونو ۱۲ استازو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.
خو تر ټولو مهمه وينا د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یوه غړي وکړه.
له ايران سره د دغه هېواد اړیکې له کلونو راهېسې ښې نه دي او په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر ډیپلوماټانو تر حملې وروسته، ریاض او يو شمېر متحدانو يې د بحرین او سوډان په ګډون له ايران سره اړیکې پرې کړې.
د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخواني ریس شهزاده ترکي بن فیصل السعود د دې غونډې پر مهال په خپله وينا کې اعلان وکړ چې دی هم غواړي د تهران حکومت ړنګ شي او وې ويل چې د ايران د رژيم پر ضد به د دوی مبارزه ډېر ژر خپل هدف ته ورسيږي.
د ايران د حکومت د مخالفينو له خوا د ترکي بن فیصل السعود د دې بيان هر کلی وشو.
په دې غونډه کې د السعود تر څنګ د ۱۲ عربو هېوادونو استازو هم د ايران د ملي مقاومت له شورا سره د ملاتړ ږغ پورته کړ.
خو له هغو موضوعاتو څخه چې له دې غونډې دباندې وتلي، د ايران د ملي مقاومت د شورا د مشر مسعود رجوی د مړينې خبر وو.
د مجاهدين خلق سازمان مشر مسعود رجوی له کلونو راهيسې نه دی لیدل شوی او له همدې کبله د ده د مړينې موضوع خپره شوې.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو د سازمان پخواني ريس د شنبې په ورځ ملي مقاومت شورا په غونډه کې په پاريس کې مسعود ته د مرحوم ټکی وکاراوه.
خو په فرانسه کې د ايران د سیاسي کارپوهانو څخه یو جمشېد اسدي له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل، د دې غونډې تر ټولو مهم خبر د مسعود رجوی په اړه دی.
ده وويل:
"ډېر احتمال شته چې د مسعود رجوی مړينې ته اشاره شوې وي. خو وروسته د مجاهدين خلق پر انټرنېټي پاڼه د مرحوم کلیمه نه ده کارول شوې. اوس ښايي په عربي ژبه کې مرحوم دا مانا ورکړي چې هغه کس چې ورباندې رحمت شوی وي، پرته له دې چې اشاره دا وي چې له منځه تللی وي، په دې زه نه پوهېږم."
په دې حال کې د مجاهدين خلق سازمان وياند شاهین قبادي ويلي چې د مسعود رجوی په اړه د ترکي فيصل خبرې ناسمې تعبير شوي.
ايران د مجاهدين خلق سازمان يو تروريستي ډله بولي او همدا راز امریکا او اروپايي اتحاديه هم دغه سازمان یوه تروريستي ډله ګڼلې وه خو اروپايي اتحاديې او وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه ډله د بهرنیو تروريستي ډلو له لېسته لېرې کړه.