د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

لودهي: افغان حکومت دې د پاکستاني طالبانو پر ضد ګامونه پورته کړي


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيره مليحه لودهي وايي، هېواد يې په افغانستان د سولې راوستو لپاره د پوځي طاقت د کارولو د تګلارې پلوى نه دى او ټينګار کوي چې "دا تګلاره به د افغانستان او سيمې وضعيت لا پېچلى کړي."

اغلې لودهي همداشان له افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو غوښتي چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د غړيو پر ضد ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ د خپور شوي بيان له مخې، اغلې لودهي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغې غونډې ته کړي چې د افغانستان په اړه په کې بحث کېده.

خبرپاڼه کاږي چې مليحه لودهي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفير محمود صیقل هغه تورونه بې بنياده او غلط بللي چې وايي،

"پاکستان د افغانستان په کورنيو معاملو کې لاسوهنه کوي او د افغان حکومت مخالفې وسله والې په پاکستان کې خلاص مټ کرځي."

د لودهي پر افغان چارواکو د نيوکې په ډول ويلي، افغان چارواکي دې د خپلو ناکاميو د پټولو لپاره پر نورو له تورونو لګولو ډډه وکړي.

مليحه لودهي د امنيت شورا دغې غونډې ته د افغانستان د رښتينې سولې پروسې ملاتړ څرګند کړى، خو د دې ترڅنګ يې ويلي چې پاکستان به هېڅ ډول پر خپلې خپلواکې تېرى او د ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه ونه زغمي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې ټينګار کړى چې په افغانستان کې د سولې او ثبات يوازنۍ لار مذاکرات دي او زياتوي، همدې اړخ ته په کتو پاکستان په لومړي ځل د ٢٠١۵میلادي کال کې په جولايي مياشت کې په مري کې د افغان حکومت او طالبانو د استازيو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمينه برابره کړه.

اغلې لودهي دغې غونډې ته د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا د څلور اړخيزې کورډېنشن کومېټې يادونه هم کړې ده، چې وروستۍ غونډه يې د روان کال د مۍ مياشتې په ١٨مه نېټۀ په اسلام اباد کې وشوه.

تر دغې غونډې يوازې ٣ ورځې وروسته د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د پاکستان د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ووژل شو.

مليحه لودهي دغه بريد د پاکستان پر خپلواکۍ تېرى، د نړېوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د چارټر مخالف بللى او ټينګار کوي، چې:

"دغه بريد د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه او افغان جګړه يې لا پېچلې کړه."

نوموړې د څلور اړخيزې کومېټې تر غونډې وروسته د ملا اختر منصور وژنې او په تېر کال کې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو په درشل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر راښکاره کېدو ته په اشاره ويلي:

"آيا دا يوه ناڅاپي پېښه وه چې د افغانستان د سولې پروسې ته په يوه کال کې دوه ځله زيان ورسول شو؟"

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو د ضرب عضب پوځي عملياتو د يادونې په ترڅ کې ويلي چې پاکستان په دغو عملياتو کې مهمې برياوې ترلاسه کړي دي.

لودهي همداشان له افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو غوښتي چې د تحريک طالبان پاکستان د هغو عناصرو پرضد دې ګامونه واخلي چې د هغې په خبره، په افغانستان کې يې پناه اخيستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې همداشان پر پاک_افغان سرحدي کرښې د بارډر منجنټ يا پولې د مديريت د يادونې په لړ کې ويلي چې اغېزمن بارډر منجنټ د پاکستان حق دى او دا هېواد به په دې لړ کې پر خپلې خوا مناسبت اقدامات وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG